Author Archives: asad noori

امریکا وایي، که سوریه د کیمیاوي وسلو کاروني ته زړه ښه کړي، نو امریکا به هم د نظامي اقداماتو پر انتخاب فکر وکړي

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ ویلي امریکا نه غواړي چي پر سوریه نظامي برید وکړي، خو دوی له ولسمشر ټرمپ سره خبري پيل کړې دي، څو ځان ډاډه کړي چي سوریه به کیمیاوي وسلي نه کاروي. دده په وینا ټرمپ هم په دې باور دی، چي په سوریه کي پر نظامي اقداماتو لاس نه پوري کېږي، ...

Read More »

د کندهار- هرات پر لویه لار د ترافیکي پېښي له امله ۴۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د راپورونو له مخي نن سهار شاوخوا شپږ بجې د کندهار هرات پر لویه لار ترافیکي پېښه رامنځ ته سوې چي له امله یې د درو مېرمنو په ګډون ۱۵ کسه وژل سوي او ۲۵ نور ټپیان دي. د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي پېښه تایید کړې ده او وايي، په دې اړه یې پلټني پيل کړي دي. ...

Read More »

په ازاد بازار کي د افغانیو پولي واحد د کموالي له امله د بهرنیو اسعارو استعمال ته زمینه برابره کړې ده

راپور: جواد داوري له یوې خوا نا امنیو او وچکالۍ د افغانانو پر اقتصاد منفي اغیزي کړي دي له بلي خوا د بهرنیو اسعاور استعمال یوشمیر سوداګر له زیان سره مخ کړي دي. د یوشمیر ولایتونو تر څنګ د هلمند چارواکو هم هڅي پیل کړي دي تر څو د بهرنیو اسعارو مخه ونیسي. په هلمند کي د صرافانو د ټولني ...

Read More »

د زابل ولایت په مرکز کلات ښار کي د مرکزی چوک د جوړیدو چاري پیل سوې

راپور: نثار احمد څپاند د کلات مرکزي چوک چي په تیرو پنځلسو کلونو کي په وارو وارو جوړو او نړول سوی یو ځل بیا یې د رغوني کار پیل سو د زابل والی رحمت الله یارمل د دې پروژې د پیل پر مهال له رسنیو سره په خبرو کي وویل چي دغه چوک د نوي نقشې له مخي پر نړیوالو ...

Read More »

د کندهار ښاریان او د لویي لاري موټر چلوونکي وايي، ښاروالۍ د ښار په څنډو کي د سړک جوړوني په برخه کي پاته راغلې ده

راپور: محمد یار مجروح د کندهار ښار په ختیځ د کندهارـ هرات د لويي لاری سړک. هره ورځ ورباندي سلګونه لوی باروړونکي موټر تیریږي، خو شاوخوا لس کاله کیږي چي همداسي کنډ او کپر پروت دي. د کندهار ښاریان او د لویي لاري موټر چلونکي شکایت کوي چي د دې سړک له امله له زیاتو ستونزو سره مخ دي. د ...

Read More »

په کندهار کي د عامي روغتیا مسٔوولین وايي، د هغو کسانو مخنیوی يې کړی چي په غیر قانوني ډول د خلګو درملنه کوي

راپور: محمد یار مجروح د کوڅې په منځ کي د نورو کسانو د درملني په موخه ناسته بوډۍ وايي، د زرګونو کسانو درملنه يې کړې ده. یاده میرمن شاوخوا  ۹۰ کاله عمر لري خو د عمر له پيله د کوڅې په منځ کي د درملني په موخه د خلګو له بدن څخه وینه کاږي. د درملني سامان الات يې یوازي ...

Read More »

له دوبۍ څخه نیویارک ته د تللي الوتکي لسګونه سپرلي روغتون ته لیږدول سوي دي

د راپورونو له مخي له متحده عربي اماراتو یوه الوتکه نیویارک ښار ته تللې خو، ددغه الوتکي نږدې سل کسه سپرلي ناڅاپه ناروغه سوې ده. د نیویارک پولیسو الوتکه تم کړې ده او په دې اړه یې پلټنې پیل کړي دي. تر اوسه نه ده روښانه سوې چي ددغه کسانو ناروغي څه ده، خو روغتیايي کارکوونکي وايي، چي تر څېړنو ...

Read More »

د افغانستان د ۱۶کلنو فوټبال ملي لوبډلي لوبغاړو د اسیايي سیالیو لپاره د تمریناتو لړۍ په کابل کي پیل سوه

د فوټبال فدراسیون د ویاند مرستیال شمس امیني وايي، چي افغان لوبغاړي به ډېر ژر د ۲۰۱۸ مېلادي کال اسیايي ملتونو سیالیو لپاره مالیزیا ته ولاړ سي. د اسیايي ملتونو د ۱۶ کلنو فوټبال جام سیالۍ د مالیزیا په کوربه توب د رواني سپتمبر میاشتي په شلمه نېټه پیلیږي. افغان ۱۶ کلنه لوبډله په D ګروپ کي ده او ټاکل ...

Read More »

د غور شهرک ولسوالۍ امنیه قوماندان ووژل سو

د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کي د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتو کي د دې ولسوالۍ امنیه قوماندان ضیا الدین خوشنود ووژل سو. د شهرک ولسوال محمد کبیري وویل چي دا نښتي پرون چهارشنبه داسي مهال رامنځته سوې چي افغان امنیتي ځواکونو د دې ولسوالۍ د بیړنیو حالاتو ادارې سره د مرسته سوېو غنمو د کاروان ...

Read More »

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ترهګرو د ځپلو په موخه به پر پاکستان فشارونه دوامداره وي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پرون اسلام اباد ته تللی و. نوموړي په دغه سفر کي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر او همدا راز ددغه هېواد له لومړي وزیر سره کتلي دي. مایک پمپیو وايي خبري په ښه فضا کي ترسره سوې او امریکا هڅه کوي د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ سته فاصله راکمه ...

Read More »