راپور: نثار احمد څپاند
د کلات مرکزي چوک چي په تیرو پنځلسو کلونو کي په وارو وارو جوړو او نړول سوی یو ځل بیا یې د رغوني کار پیل سو
د زابل والی رحمت الله یارمل د دې پروژې د پیل پر مهال له رسنیو سره په خبرو کي وویل چي دغه چوک د نوي نقشې له مخي پر نړیوالو مغیارونو برابر جوړیږي.
د ده په خبره د دې چوک د جوړیدو لګښت شپږ میلیونه افغانۍ کیږي چي کار به یې د دریو میاشتو په موده کي بشپړ سي
یارمل وویل په پلان کي لري چي په کلات کي یو شمیر نور چوکونه او پروژې هم پیل کړي.
د زابل ولایت یو شمیر اوسیدونکي د دې پروژې د پیل له امله خوښي ښیي او وایي، حکومت باید کلات ښار ته پاملرنه زیاته کړي.
د دوی په خبره د دې چوک په جوړیدو به د ښار پر ښکلا مثبت تاثیر وسي او هم به یو شمیر وزګارو کسانو ته د کار زمینه برابره سي.
د کلات د مرکزي چوک د بیا جوړیدو کار په داسي حال کي پیل سو چي مخکنی چوک شاوخوا شپږ میاشتي مخکي په نیم ویجاړ حالت کي د حکومت لخوا ونړول سو ځکه د مسٔوولینو په خبره نقشه او د کار کیفیت یې خراب و.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون