راپور: جواد داوري
له یوې خوا نا امنیو او وچکالۍ د افغانانو پر اقتصاد منفي اغیزي کړي دي له بلي خوا د بهرنیو اسعاور استعمال یوشمیر سوداګر له زیان سره مخ کړي دي.
د یوشمیر ولایتونو تر څنګ د هلمند چارواکو هم هڅي پیل کړي دي تر څو د بهرنیو اسعارو مخه ونیسي.
په هلمند کي د صرافانو د ټولني مشر حاجي محمد اکرم وايي، تر هغو چي په بازار کي د افغانیو بانکنوټه زیات نه سي او خصوصي بانکونه د افغانیو میده پیسي وا نه خلي د بهرنیو اسعارو په خاص ډول د کلدارو او ډالرو ته خپله زمینه برابره یږي.
دی زیاتوي، دولت که چیري په زور د کلدارو مخه نیسي سوداګرو ته يي زیان رسیږي خو که چیري خلکو ته قناعت ورکړي او افغانستان بانک په دي برخه کي جدي هلي ځلي وکړي خلک خپله افغانیو ته مخه کوي.
بل خوا د لښکرګاه هټیوال وايي، د کلدارو استعمال څخه راضي نه دي د مجبوریت له مخي اړ دي چې په کلدارو راکړه ورکړه وکړي.
دوی وايي، د روزمره سودا د پاره تر افغانیو کلداري ډیري پیدا کیږي او د ډیرو خلکو په جیبونو کي موجودي دي خو افغاني ډیري کمي او یا هم بانکنوټه يي تخریب سوي وي.
افغانۍ یوازي په لښکرګاه ښار کي د کوچینو سوداو پرمهال کاریږي غټي سوداوي اوس هم په ډالرو او کلدارو ترسره کیږي. .
خو په ولسوالیو کي بیا یوازي کلداري استعمالیږي په یوشمیر بازارانو کي افغاني او کلداري یو ډول قیمت لري.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون