په کابل کي د امریکايي ځواکونو له مطبوعاتي دفتر په رالیږل سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي دا پیښه پرون دافغانستان په ختیځ کي رامنځته سوې ده. سرچینې زیاته کړې، چي دیوه داخلي برید پر مهال یې یو سرتیری وژل سوی او بل ټپي دی. خو په خبرپاڼه کي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل سوي. دا په وروستیو ...
Read More »وسله والو طالبانو په یوه خبرپاڼه کي د حقاني شبکي د بنسټګر مولوي جلال الدین حقاني د مړني خبر ورکړی
نوموړی د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د سرحدونو وزیر او د رهبري شورا غړی و. په خبرپاڼه کي ویل سوي، ښاغلی حقاني له اوږدې ناروغۍ کړېده. جلال الدين حقاني پر ۱۹۸۰ کلونو کې د شوري اتحاد پر وړاندي جګړه کي د يوه مهم قوماندان په توګه پېژندل کېده او د ځدراڼو له قوم څخه دی. افغان دولت وايي حقاني شبکې ...
Read More »په هلمند کي مارجي او نادعلي ولسوالیو ته د غځیدلي سړک د جوړیدو چاری پیل سوې
راپور: جواد داوري د هلمند د ټولګټو چارو ریٔس اهل الله عبيدي رسنیو ته وویل د نادعلي ولسوالۍ لس کيلومتره سړک د وزارت د بوديجې له مخي د ۱۸ ميليونه افغانيو او د مارجې ولسوالۍ شاوخوا ۱۲ کيلومتره سړک، يو پول او يو پولچک د نږدې ۶ ميليونه افغانيو په لګښت ترمېمېږي. هلمند والي جنرال ياسين خان د یادو پروژو ...
Read More »انګلستان کرکټ لوبډلي د هند څخه د ټیسټ سیالیو لړۍ خپله کړه
د انګلستان او هندوستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۵ ټېسټ سیالیو څخه یې پرون ۴مه ټېسټ لوبه انګلستان په ۶۰ منډو توپیر د هندوستانه وګټل او انګلستان یاده لړۍ خپله کړه. په دغه ټېسټ لوبه کي لومړی توپ وهنه انګلستان وکړه، چي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۴۶ منډي جوړې کړې. وروسته هند لوبډلي د ۲۷ منډو ...
Read More »هلمند: د ایران د بهرنیو چارو وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کي لاریون وسو
راپور: جواد داوري دوې ورځي مخکي د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف له یوي رسنې سره د خبرو پرمهال ویلي وه چي د افغانستان په اوبو کي د ایران حق دي او ددې حق غوښتوونکي دي. د هلمند ځايي اوسیدونکو د یوه سولیز لاریون پرمهال د ایران د بهرنیو چارو وروستي څرګندوني د افغانستان په کورنیو چارو کي ...
Read More »د کندهار ولایتي شورا وايي، برېښنا ریاست یو ځل بیا د بیل تعرفه لوړه کړې ده
د کندهار د ولایتي شورا رئیس سیدجان خاکریزوال وايي، دوی ته خلګو په وار وار شکایتونه کړي چي برښنا تر پخوا کمه سوې او د بیل تعرفه هم لوړه سوې ده. دده په خبره د برېښنا مسٔوولین باید یاده ستونزه حل کړي. دی زیاتوي چي په دې اړه پلټني کوي تر پيدا کړي اصلي ستونزه په کوم ځای کي ده.
Read More »بارسلونا فوټبال لوبډلي ۸ ګوله د دوه په وړاندي هیوسکا ته سخته ماته ورکړه
د هسپانیا هیواد لالیګا لیګ د دریمي اونۍ د لوبو څخه تیره شپه بارسلونا د هیوسکا فوټبال لوبډلي کوربتوب په نیوکمپ لوبغالي کي وکړ، چي بارسلونا ۸ ګولونه پر ۲ هیوسکا ته سخته ماته ورکړه. د بارسلونا لپاره ۲ ګولوهني لیونل میسي، ۲ ګولوهني لیویز سواریز، عثمان دمبلي، ایوان راکټیچ، او جوردي آلبا یوه یوه ګولوهنه وکړه، خو یو ګول ...
Read More »د کندهار د مهاجرینو او له طبیعي پيښو سره د مبارزې ریاستونو مسٔوولین وايي، مرستندویه موسیسې د نورو ولایتونو په نسبت په کندهار کي سمه همکاري نه کوي
راپور: محمد یار مجروح د کندهار ولایتي شورا وايي، د وچکالۍ له امله دغه ولایت ته له ولسوالیو او نورو ولایتونو څخه په زرګونه کسان را کډه سوي، خو اړوند مسٔوولین ورسره په ډیره کمه اندازه مرسته کوي چي د را کډه سوو کسانو د کورنیو لپاره بسنه نه کوي. د کندهار د ولایتي شورا رئیس سیدجان خاکریزوال وايي، اړوند ...
Read More »وسله والو نن سهار وختي د پکتیکا په مرکز ښرنه کي دوې ښوونځۍ په بمونو الوځولي او د یوې بلي ښوونځۍ اداره یې په راکټ ویشتلي ده
د راپورونو له مخي وسله والو نن سهار وختي د پکتیکا په مرکز ښرنه کي دوه ښوونځۍ په بمونو الوځولي او د یوه بل ښوونځي اداره یې په راکټ وېشتلې ده. سیمي ته خبریالان نه پرېښودل کېږي او نه هم ځايي چارواکي په دې اړه معلومات ورکوي. ددوی په خبره وسله والو نن سهار شاوخوا پنځه بجې په مرکز ...
Read More »د برازیل ملي موزیم کي اورلګیدنه رامنځ ته سوې ده
د رسنیو د راپورونو له مخي د برازیل ملي موزیم کي اورلګېدنه رامنځ ته سوې ده خو د اوروژني ډلې په دې نه دي بریالۍ سوې چي دغه اور مړ کړي. په موزیم کي سلګون تاریخي اثار شامل وو. دغه موزیم یو وخت د سلطني کورنۍ ماڼۍ وه او هلته به اوسېدل. په دې وروستیو وختونو کي ددغه موزیم د ...
Read More »
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون