د انګلستان او هندوستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۵ ټېسټ سیالیو څخه یې پرون ۴مه ټېسټ لوبه انګلستان په ۶۰ منډو توپیر د هندوستانه وګټل او انګلستان یاده لړۍ خپله کړه.
په دغه ټېسټ لوبه کي لومړی توپ وهنه انګلستان وکړه، چي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۴۶ منډي جوړې کړې.
وروسته هند لوبډلي د ۲۷ منډو په وړانديوالي ۲۷۳ منډي جوړي کړي.
په دوهمه پاڼۍ کي انګلستان ۲۷۱ منډي وکړې او هند ته یې د ۲۴۵ منډو هدف وټاکی، کله چي د هند لوبډله میدان ته کښته سوه یاد هدف یې نه کړ پوره او ټول لوبغاړي یې د ۱۸۴ منډو په کولو سره وسوځېدل، چي په دې سره یې څلورمه ټېسټ لوبه په ۶۰ منډو توپير انګلستان ته وبایلل.
د انګلستان مسلمان لوبغاړی معین علي د لوبي غوره لوبغاړی وټاکل سو، هغه د انګلستان لپاره ۴۹ منډي او د هند ۹ لوبغاړي وسوځول.
د هند او انګلستان ترمنځ د څلورو ټېسټ سیالیو څخه یې درې انګلستان او یوه یې بیا هند ګټلې، چي په دې سره انګلستان د ټېسټ سیالیو لړۍ خپله کړه.
د یادلو وړ ده، چي د دواړو هیوادونو ترمنځ به وروستۍ ټېسټ سیالۍ د رواني سپټمبر میاشتي په ۷مه نیټه پيل سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون