راپور: جواد داوري
د هلمند د ټولګټو چارو ریٔس اهل الله عبيدي رسنیو ته وویل د نادعلي ولسوالۍ لس کيلومتره سړک د وزارت د بوديجې له مخي د ۱۸ ميليونه افغانيو او د مارجې ولسوالۍ شاوخوا ۱۲ کيلومتره سړک، يو پول او يو پولچک د نږدې ۶ ميليونه افغانيو په لګښت ترمېمېږي.
هلمند والي جنرال ياسين خان د یادو پروژو د پرانیستي پرمهال وویل د تیرو دوو کالو جګړو جنګ جګړو له امله د نادعلي او مارجي ولسوالۍ سړکونه تر ډیره تخریب سوي دي چې د سړک تر څنک ځیني پلچکونه هم وران سوي وه.
د نادعلي ولسوالۍ سړک چي له جوړیدو يې شاوخوا لس کاله تیریږي څلور ځلي ترمیم سوی خو بیا هم موټر چلوونکي یې له کیفیت څخه راضي نه دي.
د ټولګټو چارو وزارت په مالي ملاتړ پخوانی سړک له سره غورځول کیږي پر ځاي یې نوی اساسي سړک جوړیږي.
د نادعلي ولسوالۍ ځایي اوسیدونکي ددې دوو پروژو د هرکلي تر څنګ له حکومت څخه غواړي چي د ځايي زورواکان مخه ونیسي تر څو په دې پروژو او د ولسوالۍ په نورو چارو کي لاس وهني مخه ونیول سي.
دا تر دوو کلونو وروسته د مارجي او نادعلي په ساحه کي د دولت لومړی د بیارغونی کار دی چې تازه پیل سو.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون