د ملي یووالي حکومت اجرایه ریٔس ډاکټر عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو ۷۳مي عمومي غونډي ته د خبرو پر مهال ویلي افغانان څلوېښت کلني جګړې نور ستړي کړي دي او نړیوالو او ملګرو ملتونو د عملي او واقعي همکارۍ غوښتونکي دي.
دده په خبره ټول افغانان د سولي پلویان دي او سوله د افغان حکومت په لومړیتوبنو کي ده، خو دغه پروسه هله بریالۍ کیدای سي چي ملګري ملتونه او نړیوال متحدین له افغانستان سره په دې برخه کي رښتیني همکاري وکړي.
هغه وویل افغانان لا هم د ترهګرۍ قرباني دي، خو د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو ژمني ددغه بحران د ختمولو لپاره تشي وې او تر ډېیه عملي سوې نه دي.
ډاکټر عبدالله عبدالله همدا راز په دغه غونډه د ملګرو ملتونو له پراخ ملاتړ د منني تر څنګ په بېلو برخو کي د افغان حکومت د لا ملاتړ غوښتنه کړې ده.
هغه د فساد ضد مبارزې، سولي او نورو مواردو په برخه کي د افغان حکومت ځیني لاس ته راوړني هم د ملګرو ملتونو په دغه غونډه کي یادي کړي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون