پخواني ولسمشر حامد کرزي په کاپیسا او وردګو کي سوي هوایي بریدونه غندلي دي

پخواني ولسمشر حامد کرزي د كاپیسا په تګاب او د وردګو په جغتو ولسوالیو کي د نظامي عملیاتو او هوایي بمباريو په پایله کي د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله ژوره خواشیني څرګنده کړې.
د نوموړي له مطبوعاتي دفتره په خپره سوې خبرپاڼه کي یاد بریدونه بشري ضد جنایت بلل سوی او دا بریدونه یې په کلکو ټکو غندلي دي.
پخواني ولسمشر له تروریزم سره د جګړې تر نامه لاندي د ښځو او ماشومانو په ګډون د عام ولس وژنه او د افغانانو د کلیو او کورونو ویجاړول د ټولو انساني او اسلامي اصولو خلاف عمل بللی او د دغه راز بریدونو د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه یې کړې ده.
دا په داسي حال کي ده، چي په دې وروستیو کي یو ځل بیا د ګډو ځواکونو شپنیو او هوایي عملیاتو زور اخیستی دی چي ډيری وخت یې قربانیان عام وګړي وي.
x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...