د افغانستان او پاکستان ددیني علماوو غونډه کیږي، خو طالبانو وار له مخه له پاکستاني ملایانو غوښتي چي په دغه غونډه کي ګډون ونه کړي

پاکستانۍ ورځپاڼي ډیلي ټایمز لیکلي افغان طالبانو یو شمیر پاکستانيو دیني ملایانو ته لیکونه استولي او له هغوی یې غوښتي چي د افغانستان او پاکستان راتلونکې ګډه غونډه کي برخه وانخلي.

ورځپاڼه لیکي د طالبانو په دې لیک کي ویل سوي که امریکایان په افغانستان کي پاته سي نو پاکستان، هند، منځنۍ اسیا او عربي هېوادونو ته به ستونزي زیاتي کړي.

د دواړو هېوادونو د دیني عالمانو ګډه غونډه د افغان حکومت یوه بنسټیزه غوښتنه ده چي ویل کیږي کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي د سفر پرمهال پرې هوکړه سوې ده او په پام کي ده چي اسلام اباد به یې کوربه وي.

د غونډې دقیقه نېټه لا نه ده روښانه سوې.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...