راپور: سید حمید هاشمي د کندهار د طبعي پېښو پر ضد د مبارزې ریٔس مسعود احمد پښتون تیره ورځ په پریس کلب کي خبریالانو ته خبري کنفرانس ورکړ. هغه وویل څو ورځي مخکي د فساد پر ضد د مبارزې ریٔس د ورور او یو بل کارکوونکي لخوا ګواښل سوی وو او د شل زرو ډالرو غوښتنه یې ځني کړي وه ...
Read More »د سیاسي چارو کارپوه شهید مفتي احمد فرزان په کندهار کي خاورو ته ورسپارل سو
راپور: محمد یار مجروح د افغانستان د سولي عالي شورا د دارالانشا غړی شاعر او لیکوال، د سیاسي چارو شنونکی شهید مفتي احمدفرزان دوشنبه په کندهار کي خاورو ته وسپارل سو. شهید فرزان دوې ورځي وړاندي هغه مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ چي ۵ بریدګرو د کابل پر کانټینټل هوټل برید وکړ. د معلوماتو له مخي په یاد برید ...
Read More »د پکتيا ولايتي شورا غړي او قومي مشران وايي، که ولسمشر ورسره کړي ژمني عملي نه کړي په مخالفت کي به یې ودريږي
راپور: محمد شریف شریفي دوی وايي، ولسمشر پکتيا ته په خپل سفر کي په بیلابېلو برخو کي ژمني کړي دي خو تر اوسه یې ندي عملي کړي. دوی دا خبري د جهاد او مقاومت د ارزښتونو ساتلو د ولايتي دفتر په پرانيست غونډه کي کړي دي. د پکتيا ولايتي شورا غړي، قومي مشران او ځوانان وايي، پکتيا چي د سویل ...
Read More »د هلمند ښاري محکمې درې تنه وسله والو غلو ته د لس کاله بند سزا واورول
راپور: جواد داوري دا کسان د علني محکمي پر مهال تر شواهدو او اسنادو وروسته د ښاري محکمي د پریکړي سره سم هر یو په لس کاله بند محکوم سول. پر نوموړو کسانو تور و، چي د بولان په سیمه کي يې د وسلي په زور له خلکو توکي اوپیسي غلا کولي. محکمي تالار ته د میرویس، شیراحمد او رحمت ...
Read More »کندهار:په صنعت بوختي ښځي وايي، دولت دي ورته پاملرنه زیاته کړي
راپور: محمد یار مجروح یو شمیر هغه ښځي چي له ډیره وخته په کندهار کي ښځو ته د کارموندني په برخه کي کار کوي وايي، ورځ تر بلي يې اقتصاد له پښو څخه لویږي، او د ښځو د بې کارۍ کچه زیاتیږي. ښځي وايي، دولت دي دخصوصي سکټور هغي برخي ته پاملرنه زیاته کړي چي د ښځو له لوري پر ...
Read More »د هلمند په ګرمسیر ولسوالۍ کي افغان ځواکونو عملیات کړي دي
راپور: جواد داوري په دي عملیاتو کي شاوخوا لس کیلومتره پرمختګ سوي دی وسلي او چاودیدونکي توکي امنیتي ځواکونو ته په لاس ورغلي دي. د ګرمسیر ولسوال ایوب عمر عمري وايي، درې ورځي د مخه د صفر دولس په نوم عملیات په ګرمسېر ولسوالۍ کي د امنیتي پوښښ د پراختیا لپاره پیل سوه، چي دده په وینا تر اوسه هم ...
Read More »چارواکي: سږکال و نه توانیدل چي خپل پرمختیایې پروژې په سمه توګه په هرات کي عملي کړي
راپور: غلام فاروق رسولی د هرات ولایت د اوبو رسوني ادارې مشر راتب حمیم وایي، سږ کال خپل د عوایدو لپاره یې چي د کال په پیل کي کوم هدف ټاکلی وو، نه دي رسیدلي او دا کار ددی لامل سوی چي دا اداره به ونه کولای سي خپل پرمختیایې پروژي عملي کړي. ښاغل حمیم د دی کار لامل د خلکو ...
Read More »اتیا سلنه کسان د اوبو د مصرف بیلونه نه تحویلوي
راپور: محمد یار مجروح د اوبو د رسولو مسٔوولین وايي، په کندهار ښار کي خلک پر وخت د اوبو بیلونه نه تحویلوي چي له امله يې د دوی په کارونو کي ډیری ستونزي رامنځ ته سوي دي. بلخوا ښاریان وايي، د اوبو په نلونو کي پاکي اوبه پر وخت نه ورته رسیږي ځکه دوی پیسې نه ورکوي. افغانستان چي شاوخوا ...
Read More »په افغانستان کي د اندونیزیا سفیر تیره ورځ کندهار ولایت په سفر راغلی وو
راپور سید حمید هاشمي په افغانستان کي د اندونیزیا سفیر عارف رحمان تیره ورځ کندهار ولایت ته سفر کړی وو او دلته يې د کندهار والي تر څنګ د یو شمیر نورو چارواکو او سوداګرو سره ولیدل. په دغه لیدنه کي د کندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا د اندونیزیا هیواد د همکاریو څخه مننه وکړه او وویل، چي دوی ...
Read More »په کندهار کي د ۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د درې کیلومتره سړکانو د رغوني چاري پیل سوې
په کندهار کي د ۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د شاوخوا درې کیلومتره سړکانو د رغوني چاري پیل سوې. له دغه سړکانو څخه چي په بیلابیلو ناحیو کي رغول کیږي د یوې برخي چاري یې د کندهار والي او ښاروالۍ د مسٔولینو له خوا د پټۍ په پرېکولو پيل سوې. کندهار والي په دې اړه وویل، یاد سړک شاوخوا شپږ ...
Read More »
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون