راپور: محمد یار مجروح
د اوبو د رسولو مسٔوولین وايي، په کندهار ښار کي خلک پر وخت د اوبو بیلونه نه تحویلوي چي له امله يې د دوی په کارونو کي ډیری ستونزي رامنځ ته سوي دي.
بلخوا ښاریان وايي، د اوبو په نلونو کي پاکي اوبه پر وخت نه ورته رسیږي ځکه دوی پیسې نه ورکوي.
افغانستان چي شاوخوا ۴۰ میلیونه نفوس لري، یوازي يې ۴۵ سلنه خلګ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري او په کلیوالي ټولنو کي بیا دغه فیصدي تر دې هم کمه ده.
کندهار، چي د افغانستان د لويو ښارونو له ډلي څخه دی ، په سلو کي يې يوازي ۳۵ سلنه اوسېدونکي د څښاک پاکي اوبه لري.
په داسي حال کي چي د کندهار اوسیدونکي د چښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي څخه شکایت کوي، خو د کندهار د اوبو رسولو مسٔوولین بیا وايي، د خلګو له لوري د میاشتني بیلونو د نه تحلویل له امله د دوی په کارونو کي ستونزي رامنځ ته سوي دي.
د اوبو د رسولو مسٔوولین وايي، د کندهار ښار ډیری سیمو ته يې د اوبو رسولو سیسټم رسولی، خو په خبره يې اتیا سلنه کسان د اوبو بیلونه نه تحویلوي.
د کندهار د اوبو رسولو رئیس محمدنادر کاکړ وايي، شاوخوا ۶۵۰۰ کورونو ته يې د پاکو اوبو رسولو نل لیکي رسولي، خو په خبره يې هره میاشت شاوخوا ۲۰۰ کسان د اوبو د مصرف بیلونه بانک ته تحویلوي.
بلخوا ښاریان شکایت کوي چي ډیری وخت د دوی کورونو ته اوبه نه رسیږي او که رسیږي هم اکثره وخت يې کیفیت خراب وی او د استعمال وړ نه وي.
دوی مني چي پر وخت یې بیلونه ندي تحویل کړي خو زیاتوي که د اوبو رسولو ریاست پر وخت دوی ته اوبه ورسوي، دوی به هم پر وخت بیلونه تحویل کړي.
په نړيواله کچه تقريباً ۹۰۰ مليونه انسانان اوس لا د څښلو پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري. او د نړۍ څه دپاسه ۳۰ هيوادونه د اوبو د کموالي د ګواښ سره مخامخ دي.
د کارپوهانو په آند د اقليم د بدلون سره د بارانونو د نه اوریدلو له امله د اوبو پر ذخیرو باندي تاثير اچول سوی او اوبه کمي سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون