په افغانستان کي د اندونیزیا سفیر تیره ورځ کندهار ولایت په سفر راغلی وو

راپور سید حمید هاشمي

په افغانستان کي د اندونیزیا سفیر عارف رحمان تیره ورځ کندهار ولایت ته سفر کړی وو او دلته يې د کندهار والي تر څنګ د یو شمیر نورو چارواکو او سوداګرو سره ولیدل.

په دغه لیدنه کي د کندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا د اندونیزیا هیواد د همکاریو څخه مننه وکړه او وویل، چي دوی د سوداګریزو او فرهنګي اړیکو د لا ښه کیدو غوښتونکي دي.

وروسته راغلي سفیر عارف رحمان وویل، چي کندهار ته يې د سفر هدف د سوداګریزو او اسلامي همکاریو لا پراختیا ده.

د هغه په خبره دوی د کندهار له خلکو سره ښه اړیکي لري او هیله لري چي خپلو اړیکي او دوه اړخیزه همکارۍ نوري هم ټینګي کړي.

دغه راز د اندونیزیا سفیر د کندهار له خرقي شریفي څخه هم لیدنه وکړه او زیاته يې کړه چي دوی د یوه اسلامي هیواد په توګه د افغانستان د سولي او ارامۍ ملاتړ کوي.

هغه وویل، هیله لري چي په افغانستان د سولی په پروسه کي پرمختګ راسي، او افغانان د سولي څخه برخمن سي.

دا په داسي حال کي ده چي څه موده مخکي خم د اندونیزیا هیواد استازو په کابل کي د افغانستان د سولي د پروسي هرکلی کړی او په دغه پروسه کي يې د همکاریو او منځګړیتوب هیله ښودلي وه.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...