په کندهار کي د ۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د درې کیلومتره سړکانو د رغوني چاري پیل سوې

په کندهار کي د ۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د شاوخوا درې کیلومتره سړکانو د رغوني چاري پیل سوې.
له دغه سړکانو څخه چي په بیلابیلو ناحیو کي رغول کیږي د یوې برخي چاري یې د کندهار والي او ښاروالۍ د مسٔولینو له خوا د پټۍ په پرېکولو پيل سوې.
کندهار والي په دې اړه وویل، یاد سړک شاوخوا شپږ سوه متره اوږدوالی لري چي د کندهار – کابل او سپین بولدک ولسوالۍ سړکان سره نښلوي.
هغه وايي، د دې پروژې دوې برخي نور سړکان د ښار په نورو ناحیو کي رغول کیږي.
پر همدې مهال د کندهار ښاروالۍ مرستیال محمد نسیم رضايي وویل، کندهار ښاروالي د متوازن انکشاف تر عنوان لاندي په پنځلسو ناحیو کي د سړکانو د رغوني چاري مخته وړي.
هغه وايي، د خلکو په خوښه په ټولو ناحیو کي هغه کارونو ته لومړیتوب ورکوي چي خلک یې غوښتنه کوي.
دغه راز په کندهار کي خلک هم د ښاروالۍ له کارونو خوښ دي او وایي، چي ښاروالۍ د سړکانو تر څنګ نور هغه اړین خدمات خلکو ته وړاندي کوي چي خلکو ته لومړیتوب لري.
کندهار ښاروالي د سړکانو د رغوني تر څنګ د ښار په ځينو ناحیو کي د سړک غاړي د ګلدانونو کارونه هم پیل کړي چي سلګونه کسان په دې کارونو بوخت دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...