چارواکي: سږکال و نه توانیدل چي خپل پرمختیایې پروژې په سمه توګه په هرات کي عملي کړي

راپور: غلام فاروق رسولی

د هرات ولایت د اوبو رسوني ادارې مشر راتب حمیم وایي، سږ کال خپل د عوایدو لپاره یې چي د کال په پیل کي کوم هدف ټاکلی وو، نه دي رسیدلي او دا کار ددی لامل سوی چي دا اداره به ونه کولای سي خپل پرمختیایې پروژي عملي کړي.

ښاغل حمیم د دی کار لامل د خلکو او دولتي ادارو له لوري خپل د اوبو د لګښت نه ورکول په ګوته کوی.

ښاغلی حمیم وایي، د دی لپاره چي نوی مالي کال ته و کولای سي د اوبو رسوني ادارې د پرمختیایې پروژو لپاره پیسي برابري کړي باید د اوبو بیه لوړه کړي.

دا په داسي حال کي ده چي د هرات ولایت اوسیدونکي بیا د اوبو رسوني دا پریکړه چي غواړي د اوبو بیه لوړه کړي غندي او وایي، باید د ابو رسوني اداره د اوبو د بیې لوړولو پرځای خپل د پورونو راټولولو لپاره لاري چاري و سنجوي.

دا خلګ وایي، د اوبو رسوني ادارې ډیری پوره وړی دولتي اداري او یا زورواکي دي، خو په خبره یې د اوبو رسوني اداره غواړي د هغوی لګښت د دوی څخه واخلي.

پر همدي محال د هرات ولایت د ځایې ادارې چارواکې بیا وایي، دوی به د اوبو رسوني ادارې سره خپل د پورونو په راټولولو کی مرسته وکړي خو وایي، اجازه به ورنکړي چي دا لګښت د خلکو څخه واخیستل سي.

د هرات ولایت د اوبو رسوني اداري چارواکي په داسي حال کي د اوبو د بیې لوړ والی څخه په دي ولایت کي خبري کوي چي خلک همدا وس د اوبو د بیې څخه په دي ولایت کي شکایت لري او وایي، باید راکمه سی.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...