د فراه ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریٔس په کابل ښار کي پر کانټيننټال هوټل په برید کي وژل سوى دى

دغه بريد تیره شپه شاوخوا ٩:٠٠ بجې پيل سو او نن له غرمي مخکې شاوخوا ٩:٣٠ بجې پاى ته ورسېد.

د کورنيو چارو وزارت وايي، چي په دغه بريد کي پر د درو بريدګرو تر څنګ د بهرنيو وګړو په ګډون پنځه کسان وژل سوي او شپږ نور د درو امنيتي ځواکونو په ګډون ټپيان دي.

د فراه ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د مشر جمالدين پاچاخېل وراره حفيظ الله وایی، چي اکا  يې په دغه بريد کي ټپي سوى و خو وروسته يې د کابل په ايمرجنسي روغتون کې ساه ورکړه.

تر اوسه پوري هیڅ کومي ډلي د دغه بريد مسٔووليت نه دى منلى.

انټرکانټيننټال د کابل له مشهورو هوټلونو څخه دى چي د ګڼو غربي هېوادونو وګړي او میلمانه پکښي مېشت وي. دغه هوټل د کابل لوېديځ ته د يوې غونډۍ پر سر موقعيت لري.

هوټل تر سختو امنيتي تدابيرو لاندي دى او د ننوتلو په لاره کي يې د پلټني ګڼې پوستي شتون لري.

دا په داسي حال کي ده چي شاوخوا شپږ کاله وړاندي هم د کابل پر انټرکانټيننټال هوټل برید سوی و چي په پايله کې يې ٢١ تنه ووژل سول.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...