د هلمند په ګرمسیر ولسوالۍ کي افغان ځواکونو عملیات کړي دي

راپور: جواد داوري

په دي عملیاتو کي شاوخوا لس کیلومتره پرمختګ سوي دی وسلي او چاودیدونکي توکي امنیتي ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.

د ګرمسیر ولسوال ایوب عمر عمري وايي، درې ورځي د مخه د صفر دولس په نوم عملیات په ګرمسېر ولسوالۍ کي د امنیتي پوښښ د پراختیا لپاره پیل سوه، چي دده په وینا تر اوسه هم دوام لري.

عمري: ((په دي عملیاتو کي د خارکو ، جګروم فیضو، محمد انورخان کلی، میربلند اغا ساحه، کوپک، اولیا او سفلا سیمي تصفیه او چاڼ سویدي، په دي عملیاتو کي پنځه ویشت تنه وسله وال طالبان وژل سوي او لس کیلومتره امنیتي ځواکونو وړاندي تګ کړی دی.

ده وویل، د دي بریالیتوبونو په ترڅ کي به وکړای سي، چي دوی ګڼ شمیر نورو سیمو ته هم دولتي خدمتونه ورسوي او ولسي ملاتړ راخپل کړي.

خو د هلمند امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالغفار صافی، د تشکیلاتو د کمښت له امله د سیمي نیولو کي پولیس نا توانه بولي.

دی وايي، د کورنیو چارو وزارت د هلمند د پولیسو تشکیلات یې تر نیمايې ډیر کم کړي دي له همدي امله پولیس نه سي کولاي چي په ولسوالیو کي سیمي په دایمي ډول تر خپل کنترول لاندي راولي.

په دي وروستیو کي په نادعلي، مارجي، ګرشک، ناوې او ګرمسیر ولسوالیو کي عملیات سوي دي خو امنیتي ځواکونو د عملیاتو پاي ته رسیدو وروسته بیرته سیمه خوشی کوي.

ګرمسیر ولسوالي شاوخوا یو کال وړاندي د ولسوالي له ودانۍ پرته نوري ټولي سیمي د وسله والو طالبانو لاس ته ولویدلي اوس چي پولیس او ملي اردو ځواکونه عملیات کوي د پرسونل د نشتوالي له امله په سیمه کي پوستي نه سي جوړولاي.

په هلمند کي د امنیتي ځواکونو د تشکیلاتو د کمښت ستونزه وروسته له هغه راپورته سوه چي تیر کال یو شمیر ولسوالیو د وسله والو طالبانو لاس ته ولویدلي امنیتي ځواکونه يې لښکرګاه ښار ته انتقال سوه.

د هلمند امنیه قوماندان وايي، د تشکیلاتو د بیارغوني کار یې له سره اوس بیا پیل کړي دی د کورنیو چاور وزارت ژمنه ورسره کړي ده چي د پولیسو شمیر به یی بیرته ور زیات کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...