راپور: سید حمید هاشمي
د کندهار د طبعي پېښو پر ضد د مبارزې ریٔس مسعود احمد پښتون تیره ورځ په پریس کلب کي خبریالانو ته خبري کنفرانس ورکړ.
هغه وویل څو ورځي مخکي د فساد پر ضد د مبارزې ریٔس د ورور او یو بل کارکوونکي لخوا ګواښل سوی وو او د شل زرو ډالرو غوښتنه یې ځني کړي وه چي وروسته نوموړی کس د امنیتي ځواکونو لخوا د پیسو اخیستو پر مهال لاس په لاس ونیول سو.
خو اوس مسعود پښتون شکایت کوي چي د نوموړي تر نیول کیدو وروسته اوس دی خپله څو ځله څارنوالۍ ته ورغوښتل سوی او له ده څخه د یادي پیښي په اړه غیري قانوني تحقیقات کیږي.
دغه راز مسعود پښتون وايي، داسي معلومات لري چي د رشوت اخیستو په تور د نیول سوي کس د ازادیدو هڅه کیږي او ده ته ستونزي جوړوي.
هغه وویل پدا ډول پېښو کي تر ډيره زوراکي کسان ښکلیل دي چي تر ده مخکي يې هم یو شمیر دولتي کسان د پیسو لپاره ګواښلي وو.
نوموړي له قضايي ارګانو وغوښتل چي د دا ډول کسانو سره قانوني چلند وکړي او مخه يې ونیسي.
دا په داسي حال کي ده چي تر دي مخکي ولایتي اداري او ولایتي شورا هم ددغه ډول کسانو د نیولو غوښتنه کړي وه له قضايې ارګانو يې غوښتي وه چي مجرمین باید مجازات کړي.
خو قضايي ارګانونه بیا د مجرمینو د نه مجازت کیدو او ازادیدو تورنه ردوي او پدي برخه کي د قانوني اجراتو ډاډ ورکوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون