د سیاسي چارو کارپوه شهید مفتي احمد فرزان په کندهار کي خاورو ته ورسپارل سو

راپور: محمد یار مجروح

د افغانستان د سولي عالي شورا د دارالانشا غړی شاعر او لیکوال، د سیاسي چارو شنونکی شهید مفتي احمدفرزان دوشنبه په کندهار کي خاورو ته وسپارل سو.

شهید فرزان دوې ورځي وړاندي هغه مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ چي ۵ بریدګرو د کابل پر کانټینټل هوټل برید وکړ.

د معلوماتو له مخي په یاد برید کي د څلورو بهرنو په ګډون شاوخوا ۴۰ تنه ژوبل سول.

د شهید فرزان د جنازې پر مهال د افغانستان د سولي د عالي شورا راغلو غړو د مفتي فرزان شهادت د سولي په برخه کی د ټول افغانستان له لپاره لویه ضایع وبلل او هغه يې د سولي د راوستلو په برخه کي یو اتل یاد کړ.

پر همدې مهال د شهید فرزان نژدې ملګرو د زابل ولایت مرستیال والي رحمت الله یارمل او د اجرایه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل شهید فرزان د هیواد خواخوږی او اصلي بچی وباله.

دوی وویل، شهید فرزان په هیواد کي د سولي ارمانجن وو او تل یې په دي لاره کي هڅي کولې.

ویل کیږي پر کانټینټل هوټل د برید هدف امریکايې سفیر وو، چي تر برید څو ساعته مخکي له هوټل څخه وتلی وو.

د ټرمپ د استراتیژي له اعلان وروسته وسلوالو زیاته موخه د بهرنیانو بریدونو ته کړې چي د پخوا په پرتله بریدونه هم پري څو چنده ډیر سوي.

که څه هم د دغه بريد پېچلتيا ته په کتو سره هيڅ فکر نه کېږي چي طالبانو دي کړی وي، خو ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسلوالو طالیبانو  وياند بولي د بريد تر پيل دوولس ساعته وروسته د بريد مسٔووليت ومانه.
اما د کورنيو چارو وزارت بيا د بريد پړه پر حقاني شبکه اچوي.

د ملي یووالي حکومت مشرانو برید غندلی او دا یې د جګړې په کرښو کې د طالبانو د ماتي په مانا بللی دی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...