د کابل د انټر کانټیننټال هوټل یو شمیر امنیتي کارکوونکي پر دغه هوټل د وروستي برید په تړاو د امینتي ځواکونو له لوري نیول سوي دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له ترهګرۍ سره د مبارزې د ادارې رئیس نجیب امان نن رسنیو ته وویل، چی دغه کسان به د یادي قضیې په برخه کي همکاري وکړي.

نوموړي زیاته کړه یو شمیر هغه کسان چي ګمان کیږي د دوي سره به د قضیې په تړاو همکاري وکړي، کشفي ارګانونو سره د اړینو معلوماتو د شریکولو په هدف تر ډیره د ملي امنیت ریاست ته انتقال سوي دي.

خو نوموړي د نیول سوو کسانو دقیق شمیر ونه ښودي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل پر انټر کانټیننټال هوټل د وسله ‎والو طالبانو په برید کې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۱۹ تنه وژل سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...