راپور: جواد داوري
دا کسان د علني محکمي پر مهال تر شواهدو او اسنادو وروسته د ښاري محکمي د پریکړي سره سم هر یو په لس کاله بند محکوم سول.
پر نوموړو کسانو تور و، چي د بولان په سیمه کي يې د وسلي په زور له خلکو توکي اوپیسي غلا کولي.
محکمي تالار ته د میرویس، شیراحمد او رحمت الله په نوم درې تنه تورن کسان راوستل سوه، او موظف څارنوال له خوا د هغوی د جرم په اړه اسناد او شواهد وړاندي سول.
موظف څارنوال وویل، یادو درو کسانو بولان سیمه کي له خلکو د وسلي په زور اوه دیرش زره اوه سوه لس پاکستانۍ کالداري او ټلیفونونه اخیستي وه.
تر دي وروسته د پولیسو له خوا د نوموړو کسانو د نیول کېدو په تړاو شاهدي ادا سوه دوی ویل، چي نوموړي کسان يې وروسته تر هغه ونیول، چي خلکو يې په اړه شکایت وکړ، د دوی په وینا نوموړي کسان يې تر نیولو وروسته هغو ته وښودل چي زیانمن سوي وه ، او هغوی شاهدي ادا کړه ، چي نوموړې غله دي او له دوی څخه يې پیسي اخیستي دي.
د ښاري محکمې رئیس قضاوتیار احمد بشیر جاوید ، خپله ورستۍ پریکړه واورول او هر يو يې په لس کاله تنفيذي بند محکوم کړل.
د ښاري محکمې رئیس وویل ، د محکمې دا پریکړه ورستی نه ده ، تورن کسان کولای سي ، چي استناف محکمې ته هم مراجعه وکړي.
مدافع وکیلانو علني محکمي اغیزمني وبللي او غوښتنه يې وکړه ، چي د دغه ډول محکمو دایرولو ته باید ادامه ورکړل سي تر څو په ټولنه کي د جرمونو مخه ونیول سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون