کندهار:په صنعت بوختي ښځي وايي، دولت دي ورته پاملرنه زیاته کړي

راپور: محمد یار مجروح

یو شمیر هغه ښځي چي له ډیره وخته په کندهار کي ښځو ته د کارموندني په برخه کي کار کوي وايي، ورځ تر بلي يې اقتصاد له پښو څخه لویږي، او د ښځو د بې کارۍ کچه زیاتیږي.

ښځي وايي، دولت دي دخصوصي سکټور هغي برخي ته پاملرنه زیاته کړي چي د ښځو له لوري پر مخ وړل کیږي ځکه په دي سره به ښځي خپل کاروبارونه دوامداره وساتي.

کندهار چي وخت ناوخته ورڅخه د نا امنۍ راپورنه خپریږي پدي ورستیو کي نه یوازي چي امنیت يې ښه سوی، بلکي په زیاته اندازه پرمختګونه په خاصه توګه د اقتصاد او بیا رغوني په برخه کښي هم رامنځ ته سوی دي.

د اقتصاد په برخه کي ښځي هم لاس په کار سوي او پدي ورستیو کي په لسګونه داسي مرکزونه پکښي سته چي د ښځو له لوري پر مخ وړل کیږي.

د کندهارۍ ښځو له جملي څخه راضیه حیدري هغه ښځه ده چي د اقتصاد په برخه کي يې لوړي زده کړي کړي او اوس غواړي په سلګونو ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.

دا په کندهار کي د نګین اسیا په نوم د ګلدوزۍ مرکز لري چي په وینا يې د نارینه وو تر څنګ پکښي لسګونه ښځي هم د ګلدوزۍ په برخه کي کار کوي.

دا وايي، مخکي ورسره د ۵۰ په شاوخوا کي ښځو په یاد مرکز کي کار کاوه خو د ځای د نشتون او د دولت د نه پاملرني له امله يې د کاریګرو شیمر کم کړی دی.

پر همدي مهال هغه ښځي چي په یاد مرکز کي کار کوي وايي، چي په لاس جوړ سوي توکي يې خاص بازار نلری او دولت دي بازار ورته برابر کړي.

د خدیجې په نوم یوه کارمنده وايي، هره ورځ په ساعتونو ساعتونو کار کوي او دخپلي کورنۍ لپاره خورکه پيدا کوي.

دا وايي، که څه هم دا کار ستړیا لري خو هڅه کوي چي ډير کار وکړي او د کورنۍ اقتصاد جوړ کړي.

په کندهار کي ورځ تر بلي د هغه ښځو شمیر په زیاتیدو دی چي له کوره دباندي کار کوي، خو ورسره سم د هغو ښځو شمیر هم زیات سوی چي د مجبورۍ له امله په بازارونو کي خیرات ټولوي.

د راپورونو له مخي ۶۴ سلنه افغانان له کوره د باندي د ښځو له کار سره ستونزه نلري.

خو یو شمیر کارپوهان وايي، د خلکو د ذهنونو د روښانه کولو لپاره دعامه پوهاوي کمپاینونه د سیمي پر خلکو مثبته اغېزه کوي او دولت باید دا ټول پروګرامونه په ښار او کلیو کي زیات کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...