راپورونه

هغه کس په دوه نیم کلونو بند محکوم سو چي د ملي اردو له سرتیرو يې مهمات رانیول

راپور: جواد داوري دغه علني محکمه ددوه سوه پنځلسم میوند قول اردو دغونډو په تالارکي نیول سوي وه . هغه کس چي د مهماتو په رانیولو تورن دی وايي، د ګرشک ولسوالۍ ځیني اوسیدونکو سره د ملی اردو سرتیرو له ډیر پخوا د مهماتو د پیر او پلور کار کاوه خودی ځان بې ګناه بولي. خو د ملي اردو هغه ...

Read More »

د زابل ولایت اوسیدونکي: دولت دیني ارزښتونو ته ځانګړې پاملرنه کړیده

راپور: نثار احمد څپاند د افغانستان د حج او اوقافو وزارت مسٔوولین وايي، چې په دي وروستیو کې د مسجدنو، دیني مدرسو او نورو مقدسو ځایونو چاري يې ګړندی کړيدي او هڅه کوي چي پرتي ستونزي هواري کړي. د حج او اوقافو وزارت مرستیال مولوي عبدالحکیم منیب په زابل کي د دیني علماوو، قومي مشرانو، ځوانانو او میرمنو یوې پراخي ...

Read More »

(( حکومت دي د بندیانو سرنوشت معلوم کړي ))

راپور: سید حمید هاشمي د کندهار د محبس د بندیانو پایوازان او خپلوان چي  د خپلو بندیانو لیدو ته ورغلي وه  وايي، چي بندیان يې د تیرو څلور میاشتو څخه تر دوو کالو پوري په دغه محبس کي بندیان دي خو تر اوسه يې دوسیې ندي معلومي سوي. د کندهار دسرپوزې محبس یو شمیر بندیانو د تیرو دریو ورځو راهیسي ...

Read More »

د کندهار ښار په مرکزي نقطه کي غځېدلی خامه سړک دتیرو څو کلونو را هیسي د خلکو ژوند ستونزمن کړی

راپور: نقیب صدیقي ددغه سیمي خلک نه يوازي په ژمي او دوبي کي ددغه سړک له ستونزو شکایت کوي بلکي ډير وخت پر دغه لاره ترافیکي پېښي د خلکو ژوند اخلي. د سیمي خلک پر ښاروالۍ په نیوکي سره وايي، چي په تیرو څو کلونو کي يې څو څو ځله له ښاروالۍ څخه د دغه سړک د جوړیدو غوښتنه کړي ...

Read More »

د ایران هیواد سره پر سرحد اوسیدونکي افغانان وايي، په محرومیت کي ژوند کوي

راپور: غلام فاروق رسولي افغانستان چي په تیرو څلویښتو کلنو کي د جنګونو کوربه وو ډیری ګاونډي هیوادونو یې د خاوري نیولو لپاره  هڅي کوي ان تر اوسه ځیني یې د خاوري خپلولو لپاره د حکومت د نه حاکمیت څخه ګټه پورته کوي. د هرات ولایت سرحد مېشته قومي مشران وایي، د حکومت د بې غورۍ له کبله ایراني چارواکو ...

Read More »

افغان هوايي ځواک ته څلور بلک هاک هليکوپټري وسپارل سوې

راپور: نقیب الله صدیقي د افغانستان د هوايي ځواک مسٔولین وايي، د امریکا متحده ایالات به تر ۲۰۲۴ میلادي کاله پوري افغان هوايي ځواکونو ته ۱۵۹ بلک هاک هليکوپټري ورکړي. د کندهار په هوايي لیوا کي اوس د بلک هاک امریکايي هلیکوپټرو شمیر ۸ ته ورسیدی. د امریکايي هوايي، ځواکونو قوماندانان هم وايي، چي دغه الوتکي به د افغان ځواکونو ...

Read More »

په کندهار کي سږ کال تر يو ميليون زيات ميوه لرونکي نيالګي ايښول کيږي

راپور: جاوید سمسور په کندهار کي د نیال ايښولو پروسه د کندهار والي له خوا د کندهار د تحقیقاتي فارم څخه پیل سوه دغه راز د دوو نورو پروژو د بنسټ ډبره کښېښودل سوه. د کندهار د کرني او مالدارۍ رياست اړوند د کو کران تحقيقاتي فارم چي د بېلا بېلو زراعتي توکو نيالګي او درختي پکښي موجودي دي؛ دغه راز ...

Read More »

په روزګان ولایت کي د پولیسو مرګ ژوبله کمه سوېده

راپور: اجمل وصال د روزګان امنیه قومندان وایي، د طالبانو سره د جګړي پرمهال د پولیسو د مرګ ژوبلي شمیر د تیر کال په پرتله کم سوي او لامل یې د جګړایز تکتیک بدلون دی. د پولیسو د مشر په وینا د طالبانو بریدونو یې په شاتمبولي او د مرکز ترینکوټ په ګډون یې د یوشمیر ولسوالیو د سقوط مخینوی ...

Read More »

په غزني ولایت کي پر دولتي مځکو د رغول سوو ودانیو د نړولو لړۍ عملا پیل سول

راپور: خدېجه اشرفي چارواکي وایي، د دولتي املاکو غصب ورته د زغملو وړ ندی او هیچاته به د دولتي ځمکو د غصب اجازه ورنکړي. غزني مېشت هم د ځایې حکومت له دغه اقدام څخه هرکلی کوي. د غزني ښار لویدیځ ته پرته له خوګیاڼو ولسوالۍ سره پر پوله د نوآباد سیمه، چي پکښي د زورواکو او مافیایې کړیو لسګونه جریبه ...

Read More »

په کندهار کي د ولایتي پرمختیايي پلان جوړوني د لارښود تر عنوان لاندي سمينار پيل سو

راپور: محمد یار مجروح په کندهار کي د ولایتي پرمختیايې پلان جوړوني دلارښود سمينار پيل سو چي د مسٔوولینو په خبره د یاد سیمنار پر مهال به د ولایتي ستراتیژیک پلان جوړوني اصطلاحات، اوږد مهاله موخي، د ادارو استازو ته د پلان جوړوني په مهارتونو، لاروچارو او ورته نور مسایل مطرح کیږي. د اقتصاد ریاست مسٔوولین وايي، چي د ولایتي ...

Read More »