په روزګان ولایت کي د پولیسو مرګ ژوبله کمه سوېده

راپور: اجمل وصال

د روزګان امنیه قومندان وایي، د طالبانو سره د جګړي پرمهال د پولیسو د مرګ ژوبلي شمیر د تیر کال په پرتله کم سوي او لامل یې د جګړایز تکتیک بدلون دی.

د پولیسو د مشر په وینا د طالبانو بریدونو یې په شاتمبولي او د مرکز ترینکوټ په ګډون یې د یوشمیر ولسوالیو د سقوط مخینوی کړي.

څه کم دوه کاله مخکې وسله والو طالبانو د روزګان پر مرکز او ولسوالیو ډله ییز بریدونه پیل کړه، امنیتي پوستي یې سقوط کړي، لسګونه امنیتي سرتیري یې مړه او ټپیان کړه او سیمې یې په لاس راوړی.

خو اوس ددغه ولایت امنیتې چارواکې خبر ورکوي چي د تیر کال په پرتله نه یوازي د پولیسو د مرګ ژوبلي مخنیوی سوی بلکي زیاتي سیمي هم تر امنیتې پوښښ لاندي راغلي دي.

د روزګان امنیه قومندان مل پاسوال رحمت الله صدیقي وایې، تیرکال ۵۰۰ پولیس مړه او ۲۶۰ نور ټپیان سوي وه  په داسي حال کي چي سږکال یوازي ۲۲۲ پولیس سرتیرې په مرکز او ولسوالیو کې د جګړي پرمهال وژل سوي دي.

قومندان وایي، د پولیسو د مرګ ژوبلي د شمیر کموالی ددوی لخوا د جګړایز تکتیک بدلون دی.

د روزګان والي هم په دغه ولایت کې د تیر یوکال راهیسي د امنیتې ځواکونو لاسته راوړني دپام وړبولي او وایې، ددغه ولایت امنیتي ځواکونه توانیدلي نه یوازي د روزګان په کچه د طالبانو پر وړاندي جګړه وکړي بلکي په یوشمیر نورو ولایتونو کي هم د طالبانو پر وړاندي جنګیدلي دي.

د روزګان والي محمد نذیر خروټی وایي، څو شپي مخکې د روزګان لسګونو امنیتي ځواکونو په یوه ځانګړي عملیاتو کي د هلمند په باغران ولسوالۍ کي د طالبانو له زندان څخه ګڼ شمیر بندیان راخوشی  کړل او ددغي ډلي د وسلو او نشه یې توکو زیرمي یې له منځه یوړي.

که څه هم د روزګان د پولیسو مشر د خپلو سرتیرو د مرګ ژوبلي د مخنیوي خبر ورکوي خو بل خوا بیا ددغه ولایت عام اوسیدونکي تر بل هر وخت د جګړي قربانیان دي.

د ولایتي روغتون مسٔوولینو  مخکي ویلي وه چي د شپږو میاشتو په موده ورته لسګونه ملیکان وروړل سوي چې پکښي ښځي او ماشومان هم شامل دي.

 

 

 

 

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...