په کندهار کي سږ کال تر يو ميليون زيات ميوه لرونکي نيالګي ايښول کيږي

راپور: جاوید سمسور

په کندهار کي د نیال ايښولو پروسه د کندهار والي له خوا د کندهار د تحقیقاتي فارم څخه پیل سوه دغه راز د دوو نورو پروژو د بنسټ ډبره کښېښودل سوه.

د کندهار د کرني او مالدارۍ رياست اړوند د کو کران تحقيقاتي فارم چي د بېلا بېلو زراعتي توکو نيالګي او درختي پکښي موجودي دي؛ دغه راز پکښي د نمونې او امتحان په ډول زراعتي توکي کتل کيږي او تر مثبتي پايلي وروسته د کندهار پر کروندګرو ويشل کيږي.

کندهار والي زلمی ويسا او يو شمېر دولتي مامورين دغه فارم ته ورغلي وه، چي د نیال ايښولو تر څنګ يې د کرني او مالدارۍ رياست اړوند د يوه ګدام د جوړېدو پرانيستنه هم وکړل.

کندهار والي وویل، امنیتي ستونزي د افغان ځواکونو په مټ کمي سوي او لازمه ده چي بیارغوني او کرني ته هم پاملرنه زیاته سي.

د کرني او مالدارۍ رئيس حفيظ الله سيدي وايي، دغه فارم دوې برخي لري، په يوه برخه کي نيالګي او درختي تر څېړني لاندي نيول کيږي او په بله برخه کي يې تخمونه کرل سوي.

دی وايي، چي سږ کال به په کندهار کي تر يو ميليون پوري مېوه لرونکي نيالګي کښيږدي، د دې تر څنګ د زرغون چاپيريال د رامنځته کېدو لپاره د ښاروالۍ سره په ګډه د بې مېوې نيالګيو د ايښولو لپاره هم پلان نيول سوی دی.

دغه راز د کندهار ولايتي شورا غړی سيد احمد سېلاب وايي، چي د نورو ادارو د ستونزو او نظارت تر څنګ یې د کروندګرو او بزګرانو حال هم اخیستی.

دی وايي، په دې برخه کي لويه ستونزه دا ده، چي د نورو هيوادونو څخه بې کیفیته او خراب تخمونه او کمیاوي سره راوړل کيږي.

دی وایي، د کرني په برخه کي باید بزګران د کرني ریاست مشورې واخلي تر څو کرنه یې مسلکي او کټوره سي.

په کندهار کي د کرني په برخه کي وروسته له هغه پرمختګونه رامنځته سوي، چي زيات شمېر کروندګرو د کوکنارو کر پرې ایښی.

خو په ځینو سیمو کي لا هم بزګر د اوبو د نشت څخه شکایتونه کوي او وايي، چي باید سربندونه ورته جوړ سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...