افغان هوايي ځواک ته څلور بلک هاک هليکوپټري وسپارل سوې

راپور: نقیب الله صدیقي
د افغانستان د هوايي ځواک مسٔولین وايي، د امریکا متحده ایالات به تر ۲۰۲۴ میلادي کاله پوري افغان هوايي ځواکونو ته ۱۵۹ بلک هاک هليکوپټري ورکړي.

د کندهار په هوايي لیوا کي اوس د بلک هاک امریکايي هلیکوپټرو شمیر ۸ ته ورسیدی.

د امریکايي هوايي، ځواکونو قوماندانان هم وايي، چي دغه الوتکي به د افغان ځواکونو لپاره ډیري ګټوري تمامي سي.

د امریکا له لوري د افغانستان هوايي ځواکونو ته د بلک هاک جنګي الوتکو دوهمه جوپه هم وسپارل سوه.

د کندهار په هوايي ډګر کي د دغو الوتکو د رسمي سپارلو پر مهال د افغانستان د هوايي ځواکونو قوماندان تورنجنرال محمد شعیب پيلوټ خبریالانو ته وويل، چې د بلک هاک الوتکو تر لاسه کېدل د افغانستان د هوايي ځواک د پیاوړې کېدو لپاره مهم ګام دی.

دی وايي، چي د ۲۰۱۸ کال تر پایه به افغان هوايي ځواکونو ته تر ۲۰ زیاتي بلک هاک جنګي الوتکې وسپارل سي.

د کندهار د هوايي لوا قومندان جنرال عبدالرازق شېرزی وايي، اوس مهال له یادو الوتکو څخه په تعلیمي برخه کې کار اخیستل کیږي.

دی وايي، چي دوی ته ټولټال ۸ بلک هاک الوتکي سپارل سوي او دغه لړۍ به دوام ولري.

د کندهار د هوايي لوا قوماندان وايي، په رالتونکې کي به هغه الوتکي هم دوی ته وسپارل سي چي په عملیاتو کي کار ځني اخیستل کیږي.

په افغانستان کي د امریکايي هوايي ځواکونو یو قوماندان تورنجنرال جیمز بي هیکر وايي، چي دوی افغان لوري ته د الوتکو د ورکړې تر څنګ د افغان پيلوټانو روزني ته هم دوام ورکوي.

دی وايي، د بلک هاک الوتکو په برخه کي په لومړيو دوو ټولګیو کي ۱۲ افغان پیلوټان وروزل سوه او دغه راز د الوتکو سپارل به هم افغان ځواکونو ته دوام ولري، د دې ترڅنګ به افغان هوايي ځواک لا پیاوړی سي.

د بلک هاک الوتکو لومړنۍ جوپه چې څلور الوتکې په کښې شاملي وې ۴ میاشتې مخکې د کندهار په هوايي ډګر کې افغان لوري ته سپارل سوي وې.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...