Tag Archives: افغانستان

د هند د صدر اعظم د ملي امنيت سلاکار افغان چارواکو سره ليدلي دي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند د صدراعظم د ملي امنيت سلاکار اجيت دووال پرون دوشنبه په کابل کي سره وکتل. د ارګ مطبوعاتي دفتر پر ټوېټر ليکلي چي دواړو خواوو د سيمه ييزي سولي او امنيت لپاره د هغو فرصتونو ستاينه کړې، چي د افغانستان په ګډون د ټولي جنوبي اسيا لپاره د امريکا دجمهور رئيس له ...

Read More »

کندهار: د نشه يي توکو لويه ساقي خانه کشف سوه

د کندهار څلورمي امنيتي حوزې اړوند د شنو  ګنبدو په سيمه کي د نشه يي توکو يوه لويه ساقي خانه کشف سوه. په دې ساقي خانه کي هيروين، کرستال، چرس، تارياک، ښيښه او نور ډولونه سلګونه پوړۍ نشه يي مواد نيول سوي دي. ددې توکو سره د تړاو په تور دوه تنه هم نيول سوي دي. د نشه يي توکو ...

Read More »

د کندهار ښاروال: موږ د ماسټرپلان مطابق روان يو

خبريال: سيد حميد (هاشمي) د کندهار ښاروال وايي، د زاړه قول اردو کورنه به تر يوې ارزوني وروسته ونړوي او پر ځای به يې ملي پارک جوړ کړي. بل خوا د يادي سيمي اوسېدونکي وايي، حکومت دي دوی ته د اوسېدو لپاره ځايونه ورکړي او ورسته دي ماسټر پلان تطبيق کړي. پر همدې مهال د کندهار ولايتي شورا وايي، ښاروالي ...

Read More »

په کندهار کي د پوهني رياست د لاس پرېوللو نړيواله ورځ ولمانځل

خبريال: محمد يار مجروح د روغتيا پالانو په وينا د لاس نه پريوللو له امله کېدلای سي، په لسګونو ناروغۍ د انسان وجود ته انتقال سي. د روغتيا وزارت وايي، هر کال د هيواد پر هرو ۱۰۰۰ کوچنيانو کي ۵۵ يې د نظافت او حفظ الصحې د نه مراعت له امله په ناروغيو اخته کيږي او خپل خوږ ژوند له ...

Read More »

لغمان: د شاوخوا ۱۹۲ ميليونه افغانيو په لګښت بېلابېلي پروژې پرانيستل سوې

د حکومت اجرائيه رئيس وايي، د لغمان امنيتي او نوري ستونزي به د امنيت او وزيرانو شورا په غونډو کي د حل په موخه شريکي کړي. ډاکتر عبدالله عبدالله دا څرګندوني په لغمان ولايت کي د بيارغوني د جشن په نوم ځانګړي غونډي ته د وينا پر مهال وکړې. هغه دغه راز په لغمان کي د څه باندي ١٩٢ ميليونه ...

Read More »

مشرانو جرګه: د لويي جرګې رابلل د حکومت مکلفيت دی

د افغانستان د مشرانو جرګې رئيس وايي، د لويي جرګې رابلل د حکومت مکلفيت دی او بايد د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو له انتخاباتو وروسته يې راوبولي. فضل هادي مسلميار وايي، دا جرګه بايد په بشپړي همغږۍ او د حکومت له خوا اداره سي. نوموړي د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کي په دې اړه وويل، په افغانستان کي ...

Read More »

منيب: د رئيسانو ګمارنه په مرکزي ادارې پوري تړلې ده

خبريال: سيد حميد (هاشمي) د کندهار ځوانان شکايت کوي، چي په کندهار کي اوس هم يو شمېر رياستونه د سرپرستانو لخوا اداره کيږي، په داسي حال کي، چي په هر دوو-درو مياشتو کي له پوهنتونونو څخه سلګونه کسان فارغيږي. دوی وايي، په دې برخه کي دي يا مرکزي حکومت اقدام وکړي، يا دي ولايتي اداره پر مرکزي حکومت فشار راوړي، ...

Read More »

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې نوې ستراتيژي نن تصويبيږي

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې نوې ستراتېژي به نن دوشنبه تصويب سي. د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو وزيران به نن په لوکزامبورګ کي غونډه وکړي او د نورو مسايلو ترڅنګ به د افغانستان لپاره پر خپلي ستراتېژۍ هم وږغيږي. د اروپايي اتحاديې د شورا په مسوده کي ويل سوي، چي د افغانستان لپاره د هغوی په نوې ستراتېژۍ ...

Read More »

مسلميار: پاکستان غواړي د ځان په اړه د نړيوالو ذهنيت بدل کړي

د مشرانو جرګې رئيس وايي، پاکستان غواړي، چي د کاناډايي کورنۍ له قضيې څخه په ګټي اخېستني د ځان په وړاندي د نړيوالو ذهنيت بدل کړي. فضل هادي مسلميار ددې جرګې د تېري يکشنبې ورځي په عمومي غونډه کي وويل، دغه کورنۍ له پخوا څخه په پاکستان کي وه او پاکستان وغوښتل، چي ددوی د سپارلو لپاره زموږ خاوره د ...

Read More »

برمک: د ځينو پوليسو سره مالي مرستي کيږي

افغان حکومت وايي، په پام کي لري په کابل کي د زرګونو کيلوګرامه چادوېدونکو موادو د کشف او ضبط په خاطر ځينو پوليس افسرانو ته فوق العاده رتبې ورکړي. د کورنيو چارو سرپرست وزير ويس احمد برمک په کابل کي يوه کنفرانس ته وويل، له ځينو پوليسو سره مالي مرستي کيږي. د کورنيو چارو وزارت وايي، تېره شپه په يوه ...

Read More »