Tag Archives: افغانستان

په کندهار کي ۷۵۰۰ کسانو ته حرفوي زده کړي ورکړل سوې

د کندهار د کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولين وايي، د بېکارۍ د کچي د راټيټولو لپاره يې په کندهار کي ۷۵۰۰ کسانو ته حرفوي زده کړي ورکړي دي. د کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولين وايي، دوی په دې هڅه کي دي، چي د بېکارو کسانو لپاره د حرفوي زده کړو زمينه برابره کړي او د بېکارۍ کچه راټيټه ...

Read More »

افغان کريکټ لوبډلي له بنګله دېش څخه خپله دريمه لوبه وګټل

د افغانستان د کريکټ تر ۱۹ کلنو ټيټ عمر لرونکي ملي لوبډلي خپله دريمه يو ورځنۍ لوبه له کوربه بنګله دېش لوبډلي څخه په پنځو ويکټو وګټله. د لوبې پچه يا ټاس د بنګله دېش لوبډلي وګاټه او د بيټينګ کولو پرېکړه يې وکړه. خو د افغان توپ اچوونکو په وړاندي تر ډېره پاته نه سول او ټول لوبغاړي يې ...

Read More »

پکتيا: د سېبو په محصولاتو کي لږوالی راغلی دی

د پکتيا د سوداګرۍ او صنايعو خوني چارواکي وايي، سږکال په دغه ولايت کي د تېر کال په پرتله د سېبو په محصولات کي ۲۰۰۰ ټنه کموالی راغلی دی. د پکتيا د سوداګرۍ او صنايعو خوني رئيس نصير عالميار وايي، سږکال د سېبو يا مڼو حاصل څه باندي ۱۸ زره ټنه دی، په داسي حال کي چي تېر کال ۲۰ ...

Read More »

ننګرهار: د سوداګرو مېرمنو اقتصادي فعاليتونه پراخ سوي دي

د ننګرهار د کرني او مالدارۍ رياست مسؤلين وايي، په دغه ولايت کي له کرنيزو محصولاتو څخه د افغان سوداګرو مېرمنو اقتصادي فعاليتونه د ښه کېدو په حال کي دي. د ننګرهار د کرني او مالدارۍ رئيس رفيع الله رحيمزی وايي، په دې وروستيو کي شل تنه ښځو ته له روميانو څخه د کيچپ او روبو جوړولو ۵ ورځنۍ پروګرام ...

Read More »

کندهار: له ښاره ۱۷ ټنه بې کيفيته درمل راټول سوي دي

د کندهار د عامي روغتيا رياست مسوولين وايي، يوازي په تېرو دريو مياشتو کي يې له ښار څخه ۱۷ ټنه بې کيفيته درمل راټول کړي دي. د دوی په وينا، د هغو کسانو پر ضد يې هم کمپاين پيل کړی دی، چي په غير مسلکي ډول يې درملتونونه خلاص کړي دي او بې کيفيته درمل خرڅوي. خو د يو شمېر ...

Read More »

کابل: د ولسمشر لخوا طبي شورا پرانيستل سوه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، طبي شورا بايد د ډاکترانو په تثبيت کي هڅي وکړي او دغه راز د روغتيايي با کيفته خدماتو په اړه ټينګار وکړي. ولسمشر اشرف غني د ملي دفاع وزارت، ملي امنيت او سردار محمد داوودخان روغتونونه (نمونه يي) روغتونونه ياد کړل او زياته يې کړه، چي مخکي د پوليسو په روغتون کار نه وو ...

Read More »

په هلمند کي لاهم خصوصي مخابراتي شبکي فعاليت نه لري

خبريال: جواد داوري د هلمند مدني فعالين وايي، هلمند کي له تېري يوې اوونۍ راهيسي د وسله والو طالبانو په امر ټولو خصوصي مخابراتي شبکو خپل فعاليتونه بند کړي دي. په دې اړه په لښکرګاه کي د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر د يوې احتجاجي غونډي په ترڅ کي له وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه، چي نور مخابراتي شبکو ته ...

Read More »

ازبکستان د افغانستان د صادراتي توکو لېږد ته (کارګو-زون) جوړ کړ

ازبکستان بهر ته د افغانستان د صادراتي توکو د لېږد لپاره، ددغه هيواد د ترمز په هوايي ډګر کي کارګو زون جوړ کړی دی. د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وياند مسافر قوقندي رسنيو ته وويل، چي ياد کارګو زون د صادراتي توکو لپاره په معيارونو برابري سړې خوني او ګدامونه لري. د نوموړي په خبره، افغان صادراتي توکي به له ...

Read More »

ملګري ملتونه: افغانستان کي د بيځايه سوو کسانو شمېر مخ په لوړېدو دی

د ملګرو ملتونو د همږغۍ دفتر وايي، په يوه مياشت کي د افغانستان د ۵ ولسواليو تر ۵۱ زره زيات اوسېدونکي د جګړو له لاسه بې ځايه سوي دي. د ملګرو ملتونو دغي ادارې  په يوه خبرپاڼه کي ويلي دي، د فارياب ولايت په غورماچ ولسوالۍ کي ۲۱ زره تنه د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ سوي دي. ورپسې زيات ...

Read More »

د فراه ولايتي شورا: فراه ښار د سخت امنيتي تهديد سره مخ دی

د فراه اوسېدونکي او د ولايتي شورا غړي خبرداری ورکوي، چي که دغه ولايت ته کومکي ځواک ونه رسيږي، ددې ولايت مرکز به د طالبانو لاس ته ولوېږي. د فراه د ولايتي شورا غړو  تايد کړه، چي وسله وال طالبان، چي د ايران له پراخ ملاتړه برخمن دي، د فراه ولايت د مرکز دروازو ته نژدې شوي دي. د فراه ...

Read More »