Tag Archives: افغانستان

ټرمپ په افغانستان د امريکايي پوځيانو صلاحيتونه زيات کړي دي

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له پوځي چارواکو سره د افغانستان په اړه خبري کړي او ويلي يې دي، چي مخکي له مخکي يې محدوديتونه لېري کړي دي. ولسمشر ټرمپ په سپينه ماڼۍ کي د امريکا له پوځي چارواکو سره په ليدنه کي وويل، په افغانستان کي محدوديتونه لېري کړل سوي او د جګړې په ميدان کي د قوماندانانو صلاحيتونه ...

Read More »

د اسټراليا ګورنر جنرال: اسټراليا د افغان کرکټ پياوړتيا ته ژمنه ده

ولسمشر غني وايي، د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره د امريکا د متحد ايالتونو ستراتيژي داسي فرصتونه برابر کړي دي، چي له هغو څخه بايد په اغېزمن ډول استفاده وشي. ولسمشر اشرف غني د اسټراليا له ګورنر جنرال پيتر کاسګروف سره تېره پنجشنبه په ارګ کي د ليدني پر مهال دا خبره وکړه. د اسټراليا ګورنر جنرال د امريکا د ...

Read More »

داعش له طالبانو څخه د جوزجان ګردن او شيربيګ سيمي نيولي دي

د جوزجان ولايت چارواکي وايي، چي د اسلامي دولت ډلي يا داعش وسله والو د قوش تيپې او درزاب ولسوالۍ ډېري هغه سيمي نيولي دي، چي د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندي وې. د جوزجان د والي وياند محمدرضا غفوري وويل، چي ددې ولسواليو ډېري سيمي له پخوا راهيسي د طالبانو په ولکه کي وې، خو دداعش جنګياليو په ...

Read More »

اسيا پراختيايي بانک د افغانستان د عام المنفعه پروژو په رغولو کي همکاري کوي

افغانستان له اسيايي پراختيايي بانک څخه غوښتي دي، چي په افغانستان کي د اوبو د بندونو او نورو عام المنفعه پروژو د رغوني په برخو کي مرسته وکړي. ارګ په يوه خبرپاڼه کي وايي، ولسمشر اشرف غني تېره پنجشنبه د اسيايي پراختيايي بانک له مرستيال مشر وينکاي ژانګ سره په کتنه کي غوښتنه وکړه، چي اسيايي بانک به د اوبو ...

Read More »

ناټو: غواړو په افغانستان کي خپل پوځي ماموريت نور هم پراخ کړو

ناټو وايي، چي په افغانستان کي د پوځي ماموريت د پراختيا هوډ لري او په دې ترڅ کي پنځلسو هېوادونو د غوڅ ملاتړ د ماموريت په چوکاټ کي د خپلو ځواکونو د زياتولو ژمنه کړې ده. فرانس پرېس خبري اژانس په يوه راپور کي ويلي دي، چي په ناټو کي د امريکا نوي سفير کي بېلي هُچيسن د ناټو له ...

Read More »

په هيواد کي به تر ۲۰۱۷ کال پوري د پوليو ناروغي په بشپړ ډول له منځه ولاړه سي

خبريال: سيد حميد هاشمي په افغانستان کي د پوليو پروګرام د ارتباطاتو مسول وايي، چي په پوره توګه د عامه پو هاوي نه شتون او ځيني نوري ستونزي ددې سبب سوي دي، چي تراوسه په هيواد کي د پوليو مثبتي پېښي ليدل کيږي. د زياتو هڅو او کوښښو څخه راوروسته نژدې ده، چي افغانستان د هغه هيوادو په ډله کي ...

Read More »

کندهار: ميوند کي د افغان ځواکونو په عملياتو کي ۱۹ وسله وال وژل سوي دي

خبريال: سيد حميد هاشمي د کندهار په ميوند ولسوالي کي ډېری وسله وال له منځه تللي دي او د افغان ځواکونو عمليات لاهم دوام لري. د دريمي پلې لېوا قوماندان وايي، چي په دغه سيمه کي اکثره وخت وسله وال له ملکي خلکو د سپر په توګه کار اخلي، ځکه دوی عمليات ورو مخ ته وړي، ترڅو ملکي وګړو ته ...

Read More »

کندهار ولايتي شورا:د (فرقې) د اوسېدونکو او دولت ترمنځ به منځګريتوب وکړي

خبريال: سيد حميد هاشمي د ولايتي شورا مسؤلين وايي، د زاړه قول اردو سيمي د اوسيدونکو او دولت ترمنځ به منځګريتوب وکړي. د کندهار ښاروالي غواړي، چي د زاړه قول اردو سيمه ونړوي او پر ځای يې ملي پارک او جاده ورغوي، خو ددغي سيمي اوسېدونکي بيا وايي، د سرپناه ځای نه لري او له اړوند چارواکو غواړي، چي د ...

Read More »

افغان معلول سرتېري لوبغاړي له کاناډا څخه په ډک لاس هيواد ته را ستانه سول

دغه لوبه چي د نه ماتېدونکو په نامه بلل کيږي، د هيواد معلول سرتېري پکي ښه لوبېدلي دي. په ياده لوبه کي د ۱۷ نورو هيوادونو معلولو سرتيرو هم برخه اخيستې وه، چي افغان لوبډلي په خپل لمړي وار، يو د سپينو زور او يو د برونز ميډالونه لاس ته راوړي دي. محمد عيسی د هيواد يو هغه ځوان لوبغاړی ...

Read More »

جېمز مټېس: د تېر کال په پرتله د افغان امنيتي سرتېرو تلفات کم سوي دي

د امريکا د دفاع وزير جېمز مټېس وايي، په تېرو ۱۶ کلونو کي د لومړي ځل لپاره افغان امنيتي ځواکونه په بشپړه توګه په دې هېواد کي د مخالفو وسلوالو خلاف په تهاجمي جګړه کي ښکېل دي او د تېر کال په مقايسه يې تلفات هم کم سوي دي. د امريکا د دفاع وزير دا څرګندوني ددې هيواد د سنا ...

Read More »