دغه لوبه چي د نه ماتېدونکو په نامه بلل کيږي، د هيواد معلول سرتېري پکي ښه لوبېدلي دي. په ياده لوبه کي د ۱۷ نورو هيوادونو معلولو سرتيرو هم برخه اخيستې وه، چي افغان لوبډلي په خپل لمړي وار، يو د سپينو زور او يو د برونز ميډالونه لاس ته راوړي دي.
محمد عيسی د هيواد يو هغه ځوان لوبغاړی وو، چي د پاورلفټينګ په برخه کي يې د سپينو زرو ميډال تر لاسه کړ. نوموړي د رسنيو سره په خبرو کي وويل، چي دوه کاله او اته مياشتي تر مخه يې د هيواد په ساتنه کي دواړي پښې د لاسه ورکړي وي.
هغه وويل، که يې پښې روغي وای، نو د هيواد لپاره به يې زياتي لاسته راوړني درلودای. دغه راز نصير احمد بل هغه لوبغاړي وو، چي په دغه لوبه کي ښه وځلېدی او د برونز ميډال يې لاس ته راوی. ددغه لوبډلي د استقبال لپاره پرون د هيواد دفاغ وزير او نور چارواکي مخ ته راوتلي وه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون