Tag Archives: افغانستان

کندهار: د کثيرالرشتوي انسټيټوت د بنسټ ډبره کښېښودل سوه

خبريال: محمد يار (مجروح) د کندهار د پوهني رياست لخوا په کندهار کي د کثيرالرشتوي انسټټيوټ د تعمير د بنسټ ډبره کښيښودل سوه. د پوهني رياست مسوولينو به وينا په ياد مرکز کي به د کندهار تر څنګ د نورو ولايتونو محصلين هم زده کړي کوي. کندهار والي دا يو پر ځای او ښه ګام بولي او وايي، چي د ...

Read More »

د کندهار اوسيدونکي: حکومت دي د ملکي خلکو کورونه او دوکانونه نه نړوي

خبريال: سيد حميد (هاشمي) د کندهار اوسېدونکي وايي، د يو شمېر خلکو کورونه د دولتي مځکو او ماسټر پلان په نوم له منځه وړل کيږي، خو په بدل کي يې هغوی ته هيڅ نه ورکول کيږي. خلک وايي، حکومت مخکي له مخکي خلکو ته خبر ورکړی، چي پر دولتي مځکو غير قانوني ودانۍ جوړي نه کړي. کندهار ښاروالۍ په دې ...

Read More »

د کندهار روغتيا رياست روغتونونه او لابراتوارونه د غير معياري فعاليت له امله جريمه کړي دي

خبريال: سيد حميد (هاشمي) د کندهار عامي روغتيا رياست مسولين وايي، د هغو طبي لابراتوارونو مسوولين يې جريمه کړي دي، چي غير معياري فعاليت يې کاوه. د مسولينو په خبره په کندهار کي لسګونه خصوصي طبي لابراتوارونه فعاليت لري، خو يو شمېر يې پر معيار برابر نه دي. د کندهار د عامي روغتيا رئيس ډاکتر محمد عظيم زمريال وايي، چي ...

Read More »

پټ عذاب

دوکتور اظهار الحق عزيز د الله جل جلا له د پټ عذاب څخه ځان وساته ، ځکه هغه د ښکاره عذاب څخه ډير بدتر دی. يو شاګرد خپل استاذ ته وويل: مونږ د الله ﷻ څومره ډېره نافرماني کوو خو هغه مونږ ته عذاب نه راکوي. استاذ يې ورته وويل: الله ﷻ څومره ډېر عذاب درکړی خو ته پرې نه پوهيږې! ...

Read More »

د لښکرګاه اوسېدونکي غواړي د برېښنا په بيل کي يې کمښت راسي

خبريال: جواد (داوري) د هلمند د برېښنا رئيس وايي، ددې ولايت اوسېدونکي غوښتنه لري، چي د برېښنا تعرفه يې کمه سي او دوی هڅي پيل کړي دي، چي د هغوی دا غوښتنه تر مرکزي چارواکو ورسوي. هلمند کي د برېښنا لوړ لګښت او د خلکو ټيټ اقتصاد ستونزه رامنځ ته کړې ده، خلک برېښنا ته سخته اړتيا لري، خو د ...

Read More »

امان: تيرو ۲ مياشتو کي ۱۱۳۳ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نيول سوي دي

د کابل ګارنېزون وايي، په تېرو دوو مياشتو کي يې په کابل کي تر ۴۹ زرو ډېر عملياتي فعاليتونه کړي دي. ددغه ګارنېزون سرپرست جنرال افضل امان په کابل کي يوې غونډي ته وويل، په دغو اوپراسيوني فعاليتونو کي د عملياتو تحرکات، تصفيه او تالاشي، امنيتي مسايل او په کابل کي نور اوپراسيوني تدابير شامل دي، چي مثبتي اغېزې يې ...

Read More »

حامد کرزی: له سياسي او پوځي ستونزو د وتلو اساسي لار د لويي جرګې رابلل دي

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، له سياسي او پوځي ستونزو د وتلو يوه اساسي لار د لويي جرګې رابلل دي. ښاغلي کرزي په کابل کي خبري غونډي ته وويل، لويه جرګه د افغانانو يو پخواني دود دی او باور يې څرګند کړ، چي د لويي جرګې پرېکړي د ستونزو له حل سره مرسته کولای سي. حامد کرزي وويل، ...

Read More »

د چين-افغانستان پر سوداګريزه رېل کرښه تر دې مه هيڅ صادرات نه دي سوي

له چين څخه افغانستان ته پر غځېدلې سوداګريزه رېل کرښه تر دې دمه هېڅ صادرات نه دي سوي، يواځي درې ځله واردات سوي دي. د يادي رېل کرښي له جوړېدو کابو ۱۳ مياشتي تېري سوي، خو افغان سوداګر وايي، چي له ازبکستان سره ترانزيټي مشکلات، له چين سره د قرارداد ګونګوالي او د سوداګريز باور نه شتون هغه خنډونه دي، ...

Read More »

برېښنا شرکت انټرنيټ د برېښنا د ساکټ له لاري تر خلکو رسوي

د انټرنيټ يو شمېر کمپنۍ دې ته چمتو سوي دي، چي په افغانستان کي د برېښنا له لاري ارزانه انټرنيټ تر خلکو ورسوي. د برېښنا شرکت وياند وحيدالله توحيدي وايي، هغه کسان چي د افغانستان د برېښنا شرکت له برېښنا څخه استفاده کوي، هغه ته به د انټرنټ مزي د برق د ساکټ له لاري انتقال سي، چي دا به ...

Read More »

د سرپل په صياد ولسوالۍ کي څو دولتي پوستو سقوط کړی دی

راپورونه وايي، چي د سرپل د صياد ولسوالۍ په ميرزاولنګ سيمه کي څو دولتي پوستې د طالبانو له خوا نيول سوي دي. د سرپل امنيه قوماندان مل پاسوال خليل الله دستيار د دې پوستو د سقوط لامل، د افغان امنيتي ځواکونو تکتيکي شاتګ ياد کړی دى. د سرپل د امنيه قوماندان په وينا، په دې نښته کي د امنيتي ځواکونو ...

Read More »