د سرپل په صياد ولسوالۍ کي څو دولتي پوستو سقوط کړی دی

راپورونه وايي، چي د سرپل د صياد ولسوالۍ په ميرزاولنګ سيمه کي څو دولتي پوستې د طالبانو له خوا نيول سوي دي.

د سرپل امنيه قوماندان مل پاسوال خليل الله دستيار د دې پوستو د سقوط لامل، د افغان امنيتي ځواکونو تکتيکي شاتګ ياد کړی دى. د سرپل د امنيه قوماندان په وينا، په دې نښته کي د امنيتي ځواکونو يو تن وژل سوی او يو بل ټپي سوی، خو عيني شاهدان وايي، دواړو خواوو ته درانه تلفات اوښتي دي.

داسي راپورونه هم ورکړل سوي، چي وسله والو طالبانو نيول سوو پوستو ته اور اچولی او دا مهال سيمه د هغوی په واک کي ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...