د پاکستان يوې محکمې پر پخواني صدراعظم نواز شريف، د هغه پر لور او زوم د لګېدلو تورونو د څېړني بهير وځنډوی.
دغه بهير د شريف د پلويانو او پوليسو ترمنځ د شخړو له کبله وځنډول سو. پر شريف، د هغه پر لور او زوم د اداري فساد تورونه لګول سوي دي. په اسلام اباد کي تېره پنجشنبه له محکمې دباندي دغه تاوتريخوالی د نواز شريف د لور مريم نواز او زوم محمد صفدر تر رسېدو مخکي پېښ سو.
شريف يو وار بيا ځکه ونه توانېدی، چي د قاضي مخي ته حاضر سي، چي مېرمن يې ناروغه ده او په لندن کي يې تداوي کيږي. د تاوتريخوالي تر پېښېدو وروسته قاضي محکمه تر راتلونکي پنج شنبې پوري وځنډوله.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون