د لښکرګاه اوسېدونکي غواړي د برېښنا په بيل کي يې کمښت راسي

خبريال: جواد (داوري)

د هلمند د برېښنا رئيس وايي، ددې ولايت اوسېدونکي غوښتنه لري، چي د برېښنا تعرفه يې کمه سي او دوی هڅي پيل کړي دي، چي د هغوی دا غوښتنه تر مرکزي چارواکو ورسوي.

هلمند کي د برېښنا لوړ لګښت او د خلکو ټيټ اقتصاد ستونزه رامنځ ته کړې ده، خلک برېښنا ته سخته اړتيا لري، خو د برېښنا د بيل د لوړوالي له امله نه سي کولای هره دوره د برېښنا د بيل پيسې برابري کړي.

د ښار اکثره خلک يا خو غريب کاره ده او يا د دولت مامورين دي، چي لږ عايد لري، نو ځکه د برېښنا د لګښتونو پرې کول ورته سخته ده. دوی دغه غوښتنه د هلمند د مرستيال والي سره هم شريکه کړه. دوی وويل، چي اوس مهال ډيری خلک د برېښنا د وس نه لرلو له امله مجبور دي، چي پر خپلو کورونو لين قطع کړي.

د لښکرګا ښاريان وايي، مرکزي دولت بايد د هلمند د خلکو لپاره تر نورو ولاياتو، د برېښنا په بيه کي ځکه ټيټوالی راولي، چي ددې ولايت برېښنا د همدې ولايت له منابعو تر لاسه کيږي.

د برېښنا رئيس نصرالله قانع وايي، د خلکو دا غوښتنه به تر مرکزه ورسوي او دا صلاحيت د مرکزي چارواکو په لاس کي دی. دی وايي، نه پوهيږي، چي هغوی به دې غوښتني ته څه ډول غبرګون وښيي.

د برېښنا رئيس وايي، کندهار تر سل زره پيرودونکي لري، خو لښکرګاه ښار او ګرشک تر شل زره کسان مشتريان لري، چي دلته بريښنا کافي ده او يوازنۍ د خلکو ستونزه د برېښنا د تعرفې ده. هلمند کي اوس برېښنا تقريبا څلوريشت ساعته سوې ده او خلک هم د برېښنا له ډيروالي راضي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...