د پکتيا د سوداګرۍ او صنايعو خوني چارواکي وايي، سږکال په دغه ولايت کي د تېر کال په پرتله د سېبو په محصولات کي ۲۰۰۰ ټنه کموالی راغلی دی.
د پکتيا د سوداګرۍ او صنايعو خوني رئيس نصير عالميار وايي، سږکال د سېبو يا مڼو حاصل څه باندي ۱۸ زره ټنه دی، په داسي حال کي چي تېر کال ۲۰ زره ټنه وو. ښاغلي عالميار وايي، تر دې دمه دوی پاکستان ته د ۷ ميليونو ډالرو په ارزښت صادرات ترسره کړي دي، چي تېر کال دا رقم ۱۷ ميليونه ډالره وو.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون