کندهار: د نشه يي توکو لويه ساقي خانه کشف سوه

د کندهار څلورمي امنيتي حوزې اړوند د شنو  ګنبدو په سيمه کي د نشه يي توکو يوه لويه ساقي خانه کشف سوه.

په دې ساقي خانه کي هيروين، کرستال، چرس، تارياک، ښيښه او نور ډولونه سلګونه پوړۍ نشه يي مواد نيول سوي دي.

ددې توکو سره د تړاو په تور دوه تنه هم نيول سوي دي. د نشه يي توکو پر دغه کار ځای د امنيې قومندانۍ د جنايي مديريت، د څلورمي حوزې امر او منسوبينو عمليات ترسره کړي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...