د کندهار ښاروال: موږ د ماسټرپلان مطابق روان يو

خبريال: سيد حميد (هاشمي)

د کندهار ښاروال وايي، د زاړه قول اردو کورنه به تر يوې ارزوني وروسته ونړوي او پر ځای به يې ملي پارک جوړ کړي.

بل خوا د يادي سيمي اوسېدونکي وايي، حکومت دي دوی ته د اوسېدو لپاره ځايونه ورکړي او ورسته دي ماسټر پلان تطبيق کړي. پر همدې مهال د کندهار ولايتي شورا وايي، ښاروالي دي مستحق کسانو ته د هغو د کورونو په بدل کي نور ځايونه ورکړي.

د کندهار ښاروالي وايي، دوی د ماسټرپلان مطابق روان دي، خو ځيني کسان يې پر وړاندي خنډونه جوړي. د کندهار ښاروال ټينګار کوي، چي ماسټرپلان قانوني پروسه ده او دغه پروسه د ولسمشر او مرکزي ادراې پرېکړه ده، چي عملي کول يې حتمي دي.

د کندهار د زاړه قول اردو سلګونه اوسېدونکي ولايتي شورا ته ورغلي وه او غوښتنه يې کول چي بايد دوی ته د ښاري ماسټرپلان د تطبيق پر مهال نور د اوسېدو ځايونه ورکړي.

دوی وايي، د ماسټر پلان د تطبيق هرکلی کوي، خو هغه کورنۍ چي د ښاروالۍ لخوا يې کورونه له منځه وړل کيږي، حکومت بايد ورته نور کورونه ورکړي،ځکه ډېر يې غريب او بې وسه دي. دوی وويل، که حکومت دا کار نه سي کولای، نو ماسټر پلان دي نه عملي کوي.

پر همدې مهال د کندهار د ولايتي شورا رئيس سيد جان خاکريزوال هم له ښاروالۍ وغوښتل چي مستحق او بې وسه کسانو ته د هغوی د کورونو بديل ورکړي او ماسټر پلان عملي کړي.

خو د کندهار ښاروال انجنير روښان ولسمل وويل، چي د ولسمشر د امر پر ساس په زاړه قول کي ملي تفريحي پارک جوړوي او د ښار د پراخوالي او ښکلا په موخه به ماسټرپلان حتماً عملي کوي. هغه وويل، چي ټولي نظامي سيمي د ښاروالۍ ملکيت بلل کيږي او هيڅوک بايد د ماسټرپلان د تطبيق په وړاندي خنډ جوړ نه کړي.

د کندهار ښاروال وايي، د زاړه قول ډېره برخه مځکه د زورواکو کسانو لخوا غصب سوې ده او دوی به د سيمي د خلکو او ولايتي شورا د ګد کميسون تر ارزوني وروسته يوازي مستحقو کسانو ته نوري مځکي ورکړي. که څه هم د کندهار ښاروالۍ وروستي فعاليتو ستايل سوي، خو ښاروال وايي، د قانون د تطبيق پر مهال له ستونزو سره مخامخ کيږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...