Tag Archives: افغانستان

هلمند: نادعلي او مارجې ته غځېدلي لاري د ترافيکو پرمخ خلاصي سوې

خبريال: جواد (داوري) امنيتي چارواکي وايي، د نادعلي ولسوالي په يو شمير سيمو کي چاڼيز عمليات روان دي، چي تر دې مهاله يې ګڼ شمېر سيمي تصفيه کړي دي. د هلمند ولايتي شورا رئيس له امنيتي ارګانونو غوښتنه کوي، چي تصفيه سوي سيمي وساتي او بيرته يې خوشي نه کړي. دغه عمليات د ګډو افغان ځواکونو له لوري پرمخ وړل ...

Read More »

بغلان: ۱۴ کيلومتره سړک او ۳۰ پلچکونه په اساسي ډول رغول کيږي

خبريال: نور ګل (اندړوال) د بغلان ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کي څوارلس کيلومټره سړک جغل اندازي او دېرش پلچکونه يې په پاخه او اساسي ډول رغول کيږي. د بغلان دکليو او پراختيا رياست رئيس اول خان احمدزی وايي، چي دغه پروژه په شپږو مياشتو کي بشپړيږي او په ورځڼي ډول يې پنځوسو تنو ته د کار زمينه هم برابره ...

Read More »

د کندهار اقتصاد رياست خپله کلنۍ انکشافي بوديجه تشريح کړه

خبريال: محمد يار مجروح د اقتصاد رياست مسوولين وايي، تېر کال کندهار ته ۷۶ ميلونه ډالره بوديجه ورکول سوې، چي د مسوولينو په خبره د نورو ولايتونو په پرتله خورا کمه ده. له څو کلونو راهيسي هر کال ۲۶ ميليونه ډالره د بولدک او چمن ترمنځ د ريل پټلۍ د نښلولو لپآره د کندهار پر بوديجه حسابل کيږي، خو د ...

Read More »

عمان کي د افغان سولي په اړه څلور اړخيزه غونډه جوړيږي

له ډېر ځنډ وروسته يو ځل بيا د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا استازي د افغانستان د سولي په اړه غونډه کوي. دا غونډه د عمان په پلازمينه مسقط کي جوړيږي. د افغانستان د سولي عالي شورا وايي، دا ځل غونډه په داسي حال کي ترسره کيږي، چي په پاکستان باندي د امريکا لخوا مخکي له مخکي فشارونه وارد شوي ...

Read More »

محمد الله خان: کانټېنري موټرانو ته موقت اسناد ورکول کيږي

خبريال: سيد حميد (هاشمي) د کندهار د ترافيکو چارواکي ټول هغه بې اسناده موټران چي د افغانستان لاس وي، د شپږو مياشتو لپاره موقت اسناد ورکوي. دغه راز دوی وايي، په کندهار کي يې د بې اسنادو کانټېنري موټرانو پر تګ راتګ بنديز لګولی دی. بل خوا د کندهار موټر خرڅونکي د حکومت پر ژمنو بې باروه دي او وايي، ...

Read More »

ځوانان: که د کندهار-روزګان لويه لاره جوړه نه سي، لاريونونه به وکړي

خبريال: اجمل (وصال) د روزګان ولايت مدني فعالينو او ځوانانو پر مرکزي حکومت نيوکه وکړه، چي د تيرو ۱۶ کلونو راهيسي يې ددغه ولايت او کندهار ترمنځ د لويي لاري په جوړيدو کي پاته راغلی، چي له امله يې مسافرين د تګ پرمهال ګڼي ستونزي ګالي. دغو ځوانانو چي له ځان سره يې ګڼ شعارونه هم ليږدول، د څوساعتونو لپاره ...

Read More »

وزيري: تر ګواښ لاندي سيمو لپاره منظم او اساسي پلانونه چمتو شوي دي

دفاع وزارت وايي، هغه سيمي چي د طالبانو له حضوره پاکيږي او يا هم تر ګواښ لاندي دي، د دايمي امنيت او ساتني لپاره يې منظم او اساسي پلانونه چمتو شوي دي. د دفاع وزارت وياند دولت وزيري رسنيوته وويل، تر راتلونکو دوو مياشتو پوري به سرحدي او د عامه نظم پوليس له دفاع وزارت سره يوځای کيږي او دغو ...

Read More »

کونړ: لسو وسله والو بريد کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د کونړ امنيتي مسؤلين وايي، تېره شپه وسله والو مخالفينو د مرکز اسعداباد اړوند په يوه امنيتي پوسته بريد کړی، چي پکي شاوخوا لسو بريد کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د کونړ امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت رسنيو ته وويل، وسله والو مخالفينو تېره شپه د مرکز اسعداباد اړوند د شګۍ پر امنيتي پوسته حمله کړې ده، چي ...

Read More »

خروټی: د امريکا د نوي ستراتيژۍ سره سم به بهرني ځواکونه په روزګان کي مېشت شي

د روزګان ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، د امريکا د نوي ستراتيژۍ سره سم به بهرني ځواکونه په روزګان ولايت کي يوه دايمي اډه جوړه کړي. ددغه ولايت والي محمد نذير خروټي رسنيو ته وويل، چي د دوی په غوښتنه بهرني ځواکونه غواړي، په روزګان ولايت کي د امنيت د ټينګښت په موخه خپل يو شمېر سرتېري ځای پر ځای ...

Read More »

درانی: د غورک د بشپړي تصفيې په موخه چاڼيز عمليات پيل شوي دي

چارواکي وايي، چي په غورک ولسوالۍ کي د پيل شوو عملياتو په ترڅ کي لسګونو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. څو مياشتي مخکي داسي راپورونه ورکړل شوي وو، چي وسله والو طالبانو د غورک ولسوالۍ نيولې ده، خو امنيه قومانداني وايي، چي وسله والو طالبانو هېڅکله د ولسوالۍ مرکز نه و نيولى، بلکي ځيني سيمي يې نيولي ...

Read More »