محمد الله خان: کانټېنري موټرانو ته موقت اسناد ورکول کيږي

خبريال: سيد حميد (هاشمي)

د کندهار د ترافيکو چارواکي ټول هغه بې اسناده موټران چي د افغانستان لاس وي، د شپږو مياشتو لپاره موقت اسناد ورکوي.

دغه راز دوی وايي، په کندهار کي يې د بې اسنادو کانټېنري موټرانو پر تګ راتګ بنديز لګولی دی. بل خوا د کندهار موټر خرڅونکي د حکومت پر ژمنو بې باروه دي او وايي، تر هغه وخته به خپل موټران محصول نه کړي، ترڅو په ګمرکونو کي د بې اسناده موټرانو د راواردولو مخه نه وي نيول سوې.

د کندهار د ترافيکو مدير د موټر پلورنځيو له مسولينو سره په کتنه کي له هغوی وغوښتل، چي د افغانستان لاس بې اسناده موټران ثبت کړي، ترڅو دوی ورته شپږ مياشتني موقت اسناد ورکړي. د ترافيکو مدير سمونوال محمد الله خان وويل، چي تر شپږ مياشتو وروسته بايد ياد موټران محصول کړل سي، ترڅو دوی ورته پنځه کلن اسناد هم ورکړي، چي ددې کار څخه يې هدف په ښار کي د بې اسنادو موټرانو او  ترافيکي ازدهام مخنيوی دی. د هغه په خبره تر دې مهاله يې ۱۸زره بې اسنادو موټرانو ته پنځه کلن اسناد ورکړي او اوس هم دغه لړۍ روانه ده.

خو د کندهار د موټر پلورنځيو مسولين بيا وايي، چي حکومت په دې ډول غواړي، چي د خلکو څخه پيسې ترلاسه کړي، ځکه مخکي هم دغه ډول ژمني ورسره سوي دي. دوی وايي، هر ورځ د هيواد د ګمرکونو له لاري د راسته لاس بې اسناده موټران راوارديږي او دلته يې د افغانستان لاس اسنادو لرونکو موټرانو کاروبار کمزوری کړی دی.

ددوی په خبره تر هغه وخته به خپل موټران محصول نه کړي، چي په ګمرکونو کي د بې اسنادو موټرانو په راواردولو بنديز نه وي لګول سوی. دا په داسي حال کي ده، چي حکومت په هيواد کي د بې اسنادو کانټېنري موټرانو پر تګ راتګ بنديز لګلوي او د هغوی د پرزه کولو امر يې کړی، خو په کندهار کي يې د مخنيوي لپاره تراوسه کوم اقدام نه دی سوی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...