د حکومت اجرائيه رئيس وايي، د لغمان امنيتي او نوري ستونزي به د امنيت او وزيرانو شورا په غونډو کي د حل په موخه شريکي کړي.
ډاکتر عبدالله عبدالله دا څرګندوني په لغمان ولايت کي د بيارغوني د جشن په نوم ځانګړي غونډي ته د وينا پر مهال وکړې. هغه دغه راز په لغمان کي د څه باندي ١٩٢ ميليونه افغانيو په لګښت د بېلابېلو پروژو پرانيستنه او د ځينو نورو د بنسټ ډبري کښېښودې.
له اجرائيه رئيس سره په دغه سفر کي د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکي ادارې مشرتابه، د کابينې يو شمېر وزيرانو، سرپرست وزيرانو، سلاکارانو او نورو چارواکو ملتيا کوله. عبدالله عبدالله د ولايت په مرکز کي يوې لويي غونډي ته د وينا پر مهال وويل، چي د لغمان له مسوولينو څخه يې د امنيت، بيارغوني، تشکيلاتو او نورو برخو کي ستونزي واورېدې. د هغه په وينا، يادي ستونزي به د حل په موخه د امنيت شورا او وزيرانو شورا په غونډو کي شريکي کړي.
غونډي ته د وينا پر مهال د لغمان والي عبدالجبار نعيمي وويل، چي نن ورځ د لغمان رغوني د جشن په نوم نومول سوې او ټاکل سوې د ١٩٢،١٤ ميليونه افغانيو په لګښت ځيني پروژې ګټي اخيستني ته وړاندي سي او د ځينو کار پيل سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون