منيب: د رئيسانو ګمارنه په مرکزي ادارې پوري تړلې ده

خبريال: سيد حميد (هاشمي)

د کندهار ځوانان شکايت کوي، چي په کندهار کي اوس هم يو شمېر رياستونه د سرپرستانو لخوا اداره کيږي، په داسي حال کي، چي په هر دوو-درو مياشتو کي له پوهنتونونو څخه سلګونه کسان فارغيږي.

دوی وايي، په دې برخه کي دي يا مرکزي حکومت اقدام وکړي، يا دي ولايتي اداره پر مرکزي حکومت فشار راوړي، ترڅو د خلکو د ستونزو په خاطر دغه ستونزه هواره کړي. په کندهار کي اوس هم يو شمير رياستونه د سرپرستانو لخوا اداره کيږي، په داسي حال کي، چي د هغوی صلاحيتونه د خلکو د خدماتو بحث نه سي کېدای.

د کندهار اوسېدونکي د ولايتي ادارې په ځانګړي ډول د مرکزي حکومت څخه غواړي، چي د خلکو د ستونزو په خاطر دي ټولو ادارو ته رسمي رئيسان وټاکي. د اطلاعاتو او کلتور، مخابرات او يو شمير نور هغه رياستونه دي، چي له ډيره وخته د سرپرستانو لخوا اداره کيږي.

د کندهار ځوانان وايي، دولت بايد په دې برخه کي جدي اقدام وکړي، چي دلته په نژدې هرو درو مياشتو کي سلګونه ځوانان له پوهنتونونو څخه فارغيږي. دوی وايي، په کندهار کي ځوان کادرونه سته، که مرکزي حکومت وغواړي، نو دغه تشي په ځوانو ظرفيتونو باندي ډکولای سي.

د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منيب، دغه ستونزه نه ردوي او زياتوي، چي د رئيسانو ګمارنه په مرکزي ادارې پوري تړلې ده. نوموړی وايي، په دې برخه کي يې مرکزي اداره په جريان کي اچولې ده، خو تراوسه هغوی اقدام نه دی کړی.

منيب زياتوي، خلکو ته پر وخت خدمات رسول د ادارې مسؤل ته اړتيا لري، چي دا ستونزه هغه وخت هوارېدلای سي، چي هره اداره رسمي مسؤل ولري. ښاغلي منيب د کندهار دځوانانو يادونه وکړه او ويې ويل، چي دلته باظرفيته ځوانان موجود دي، خو که يې مرکزي ادره په اړه تصميم ونيسي، دغه ستونزه به هواره سوې وي.

دا په داسي حال کي ده، چي په کندهار کي ډېر وخت خلک شکايت کوي، چي په ځينو ادارو کي ددوی ستونزي نه هواريږي. دوی وايي، که مرکزي حکومت په دې اړه تصميم نه سي نيولای، ولايتي اداره دي پر مرکزي حکومت فشار راوړي، ترڅو دغه ستونزه حل کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...