Tag Archives: افغانستان

کندهار: په يوه اوونۍ ۷ تنه د قاچاق پرمهال نيول سوي دي

په کندهار کي د نشه يي توکو پرضد د مبارزې پوليس وايي، چي په يوه اوونۍ کي يې ۷ تنه هند ته د نشه يي توکو د قاچاق پر مهال نيولي دي. يادو کسانو تر څلور کيلو پوري نشه يي توکو د کفسولو په ډول په خپلو ګېډو کي ځای پرځای کړي وو، چي په هوايي ډګر کي نيول سوي ...

Read More »

عبدالله عبدالله: د پکتيا پرونی بريد يو جنايتکارانه عمل و

د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، امنيتي چارواکي د پکتيا پر امنيه قوماندانۍ د بريد په اړه څېړني کوي. نوموړي چي پرون‌د افغانستان د ملي امنيت له رئيس معصوم ستانکزي او د کورنيو چارو له سرپرست وزير ويس برمک سره يوځای ګردېز ته تر بريد وروسته سفر کړی و، رسنيو ته، دا يو جنايتکارانه بريد وبلی او زياته يې ...

Read More »

کندهار: په لومړي ځل يوه ملي سوداګر دولت ته په زياته اندازه ماليه ورکړې ده

د کندهار يوه ملي سوداګر په لمړي ځل دولت ته په زياته اندازه ماليه ورکړې ده. د کندهار والي په يوه مطبوعاتي کنفرانس کي وويل، چي که ټول شرکتونه پر وخت دولت ته ماليه ورکړي، ددولت عوايد به يې لوړ کړي وي. نوموړی وايي، د روف عزيز ساختماني شرکت مشر عبدالروف عزيز پرون ۵۲ ميليونه افغانۍ ماليه تحويل کړې ده.

Read More »

هلمند: ناوه کي د چاودېدونکو توکو زېرمتون کشف سو

د هلمند ولايت په ناوې ولسوالي کي امنيتي ځواکونو د چاودېدونکو توکو يو زېرمتون نيولی دی. د هلمند امنيه قوماندانۍ د ا ستخباراتو مدير سمونوال عبدالکريم حميدي رسنيو ته وويل، چي ځواکونو يې د ناوې ولسوالۍ په سرخدوز سيمه کي د ماينونو هغه ډيپو کشف کړی، چي پنځه دېرش کړۍ ماينونه پکي چمتو سوي وه. ده وويل، وسله والو طالبانو ...

Read More »

اجرائيه رئيس: امنيتي ځواکونه بايد مسلکي او غير سياسي وي

د حکومت اجرائيه رئيس د امنيتي ځواکونو پر مسلکي کولو او غير سياسي کېدو د ټينګار ترڅنګ وويل، د پرمختللو پوځي چارو زده کړه او مسلکي کول په هېواد کي د سولي د تحقق او امنيت خونديتوب لپاره اغېزمن دي. ډاکتر عبدالله عبدالله دغه مطلب پرون د کابل په پوځي تعليمي مرکز کي د ځوانو افسرانو د صحرايي تمرينونو او ...

Read More »

په سويل ختيځو سيمو کي مخالفينو د جګړې توان له لاسه ورکړی دی

د ۲۰۳ تندر قول اردو چارواکي وايي، چي د افغانستان په سويل ختيځو سيمو کي د دولت وسله والو مخالفينو له افغان امنيتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی، نو ځکه يې چاودنو او ځانمرګو بريدونو ته مخه کړې ده. دوی زياتوي، افغان امنيتي ځواکونه له دفاعي حالته تعرضي حالت ته داخل سوي او نه پرېږدي، چي ...

Read More »

کابل: د چاودنو پرمهال ۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند بصير مجاهد وايي، چي دغه چاودني د کابل ښار د دوهمي امنيتي حوزې په مربوطاتو کي سپين زر هوټل ته نږدې پر يوې امنيتي پوستې د درېيو لاسي بمونو د غورځولو له امله رامنځ ته سوي دي. هغه زياته کړه، چي د دغو چاودنو په پايله کي يو ملکي کس وژل سوی او دوه ...

Read More »

پکتيا: ډله ييز بريد کي د امنيه قومندان په ګډون ۴۷ کسان وژل سوي دي

د پکتيا په مرکز گردېز ښار کي د امنيې قومندانۍ سره نږدې د پوليسو پر روزنځای د وسله والو طالبانو په پروني ډله ييز بريد کي ددغه ولايت د امنيه قومندان په گډون ٤٧ کسان وژلي دي. د کورنيو چارو وزارت وايي، بريد په دوو موټر بم چاودنو سره پيل او له نژدې څلورو ساعتونو وروسته د يولسو بريدگرو له ...

Read More »

د کندهار په غورک ولسوالۍ کي د شپږم ځل لپاره ملي بيرغ پورته سو

خبريال: بريالی (رحيمي) دغه ولسوالي يو کال وړاندي وسله والو طالبانو نيولې وه، خو دولت تر اوسه ددې ولسوالۍ د سقوط تاييد نه دى کړى. په دې ولسوالى کي دوه ورځي وړاندي پوځي عمليات پيل سوي وه، چي د کندهار د امنيتي مسؤلينو له خوا پکي د شپږم ځل لپاره د افغانستان درې رنگه ملي بيرغ  پورته سو، خو چارواکي ...

Read More »

د تريخ ناور او نادعلي اوسېدونکي: وروستيو جګړو کي مو کورونه ويجاړ سوي دي

خبريال: جواد (داوري) د تريخ ناور او نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، کورونه يې په هوايي بريدونو کي ويجاړ سوي دي. دغه کورنۍ چي تازه خپلو کورونو ته ستانه سوي دي، له دولت څخه د مرستي غوښتنه کوي. امنيتي چارواکي وايي، د ملکي خلکو کورونه وسله والو طالبانو د سنګر په ډول کارول، نو ځکه په بريدونو کي ويجاړ سوي دي. ...

Read More »