خبريال: محمد شريف (شريفي) د پکتيا د امنيه قومنداني د تېري سه شنبې ورځي د ډله ييز بريد په پايله کي د ځاني زيانونه ترڅنګ په زياته کچه مالي زيانونه هم اوښتي دي. د پوليسو د ۳۰۳ سپين غر زون قومندان پاسوال اسدالله شېرزاد وايي، چي د وروستي ډله ييز بريد په تړاو يې پنځه تنه نيولي، چي تر پوښتنو ...
Read More »کندهار: ميوند کي د ملي اردو پر کنډک بريد سوی دی
وسله والو طالبانو په تازه خپره سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د کندهار مېوند ولسوالۍ کي يې د ملي اردو يو کنډک نيولی او د ملي اردو ۳۰ سرتېري يې پکي وژلي دي، چي وروسته پوليس د مرستي په ډول سيمي ته رسېدلي او قرارګاه يې له سقوط څخه ساتلې ده. د دفاع وزارت وياند دولت وزيري د کنډک د ...
Read More »روزګان کي د امنيتي پوستو لپاره تحکيمات جوړيږي
خبريال: اجمل (وصال) د روزګان د پوليسو تر سلو زياتو امنيتي پوستو لپاره تحکيمات جوړيږي او د څښاک اوبو ته د لاسرسي لپاره ژور څاګان وهل کيږي. امنيتي مسوولين تر هغه وروسته د پوليسو ستونزو ته د لاسرسي خبر ورکوي، چي موده مخکي د روزګان په روانه جګړه کي د لومړۍ کرښي پوليسو ويلي وه، چي په اساسي ډول د ...
Read More »د ۱۲ ولسواليو خلکو خپلي ستونزي د کندهار والي سره شريکي کړې
خبريال: سيد حميد (هاشمي). د کندهار والي وايي، هغه زورواکي او غاصبين به له واکه لېري کړي، چي د خلکو حقونه تر پښو لاندي کوي. پر همدې مهال د ولسواليو لسګونو اوسېدونکو له ولايتي چارواکو څخه د دوی سيمو ته د پاملرني غوښتنه وکړه. دوی وايي، په سيمو کي يې د پوهني، عامي روغتيا او بيا رغوني کارونه ټکني دي ...
Read More »نېکزاد: تېر کال مو شاوخوا ۶ ميليونه افغانۍ راټولي کړي دي
خبريال: محمد يار (مجروح) په کندهار کي د سرې مياشتي مسوولين وايي، هر کال د يوې ځانګړي اوونۍ په ترڅ کي ميليونونه افغانۍ راټولوي او په يادو پيسو ټولګټي پروژې رغوي. سرې مياشتي په کندهار کي ځانګړې اونۍ راپيل کړه، چي د مسوولينو به خبره سږ کال دې ته هيله من دي، چي د بېوزلو کسانو سره د مرستي لپاره ...
Read More »د کندهار پوهنتون له ښووني او روزني پوهنځي څخه ۵۳۴ تنه فارغ سول
خبريال: محمد يار (مجروح) د کندهار پوهنتون د ښوني او روزني پوهنځۍ په خپله يولسمه دوره کي ۵۳۴ کسان فارغ کړل دغه محصلين، چي يوه برخه يې انجونو تشکيلوي په لسو رشتو کي يې زده کړي بشپړي کړي. چارواکي وايي، فارغه کسان د ښونځيو د مسلکي ښونکو تشکه ډکه کولای سي. کندهار دولتي پوهنتون چي د هيواد په کچه لمړی ...
Read More »د پکتيا پروني بريد درانه مالي او ځاني زيانونه اړولي دي
خبريال: محمد شريف (شريفي) د پکتيا په پروني بريد کي د امنيه قومندان په ګډون لسګونه نظامي او ملکي وګړي وژل سوي او تپيان سوي او درانه مالي زيانونه يې هم اړولي دي. په ټپيانو او وژل سوو کسانو کي ډېر ملکي وګړي دي، چي د تذکرو او پاسپورټونو لپاره ورغلي وو. تېره ورځ شاوخوا نهه بجې د پکتيا پر ...
Read More »مشرانو جرګې عمان کي د څلور اړخيزي غونډي پر جوړېدو اندېښنه څرګنده کړه
د مشرانو جرګه له طالبانو سره د روسيې د همکارۍ او په عمان کي د څلور اړخيزې غونډې څرنګوالي په اړه د بهرنيو چارو وزير ور غواړي. ددغي جرګې رئيس فضل الهادي مسلميار دغه پرېکړه د نن په غونډه کي وروسته له هغې وکړه، چي يوشمېر سناتورانو له طالبانو سره د روسيې د همکارۍ او له بندو دروازو شاته د ...
Read More »زمان: پر اندړو ولسوالۍ د طالبانو ډله ييز بريد په شا تمبول سوی دی
د غزني سيمه ييز چارواکي وايي، چي تېره شپه يې د وسله والو طالبانو هغه لويه حمله په شاتمبولې، چي غوښتل يې د دغه ولايت اندړو ولسوالۍ ته سقوط ورکړي. له سيمي راپورونه ښيي، چي تېره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولايت د اندړو ولسوالۍ په مرکز کي له چاودېدونکو توکو د ډک هاموي ټانګ په چاودني سره د ...
Read More »تر راتلونکو څلورو مياشتو به د ټاپي نل ليکه هرات ته راورسيږي
د افغانستان د کانونو او پطروليم وزارت چارواکي وايي، چي تر راتلونکو څلورو مياشتو پوري د ټاپي نل ليکه هرات ته رارسېږي. ددغه وزارت وياند عبدالقدير مطفي وايي، چي د ټاپي نل ليکي له را رسېدو وروسته به په افغانستان کي په دې اړه تخنيکي، مځکنۍ او هوايي سروې او دغه راز له هغو سيمو چي دغه نل ليکه تېرېږي، ...
Read More »
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون