زمان: پر اندړو ولسوالۍ د طالبانو ډله ييز بريد په شا تمبول سوی دی

د غزني سيمه ييز چارواکي وايي، چي تېره شپه يې د وسله والو طالبانو هغه لويه حمله په شاتمبولې، چي غوښتل يې د دغه ولايت اندړو ولسوالۍ ته سقوط ورکړي.

له سيمي راپورونه ښيي، چي تېره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولايت د اندړو ولسوالۍ په مرکز کي له چاودېدونکو توکو د ډک هاموي ټانګ په چاودني سره د حملې پيل وکړ او له چاودني ورسته وسله والو طالبانو ډله ييز بريدونه کړي، چي د ولسوالۍ او د امنيه قوماندانۍ تاسيسات يې هم له منځه وړي دي.

ددغه ولايت د پوليسو مشر مل پاسوال محمد زمان رسنيو ته وويل، چي د وسله والو طالبانو  ددغي حملې سره سم سيمي ته له مرکزه کومکي سرتېري رسېدلي او وسله طالبان يې له يادي سيمي په شاتمبولي دي.

نوموړی وايي، چي د وسله والو طالبانو دغه حمله ډېره شديده وه، چي پرمهال يې ۱۵ تنه افغان سرتېري وژل سوي او ۱۲ تنه نورټپيان دي او په خبره يې چي په ياده حمله کي وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګه ژوبله اوښتې ده، خو وايي، د کره شمېر په اړه يې معلومات نه لري.

ښاغلي محمد زمان دغه راز وويل، چي د ياد موټربم د چاودني په سيمه کي ۵ تنه ملکي کسان د ښځو او ماشومانو په ګډون ټپيان سوي دي. نوموړی وايي، چي په سيمه کي اوس جګړه نسته او وضعيت کنټرول دی.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په يوه استولي پيغام کي ادعا کړې ده، چي په دغه حمله کي ګڼ شمېر افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او يو شمېر پوستې يې هم سقوط کړي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...