د مشرانو جرګه له طالبانو سره د روسيې د همکارۍ او په عمان کي د څلور اړخيزې غونډې څرنګوالي په اړه د بهرنيو چارو وزير ور غواړي.
ددغي جرګې رئيس فضل الهادي مسلميار دغه پرېکړه د نن په غونډه کي وروسته له هغې وکړه، چي يوشمېر سناتورانو له طالبانو سره د روسيې د همکارۍ او له بندو دروازو شاته د عمان د غونډي پر جوړېدو اندېښنه څرګنده کړه.
تېره ورځ د عمان په پلازمينه مسقط کي د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا ترمنځ څلور اړخيزه غونډه جوړه سوه، خو د غونډې د پرېکړو په اړه له مطبوعاتو سره څه شريک نه سول.
همدا شان څو ورځي وړاندي لندن چاپ ټايمز ورځپاني د وسله والو طالبانو د يوه مالي مسؤل له قوله چي نوم يې نه دی ليکل سوی، ليکلي چي روسيه له تېرو اتلسو مياشتو راهيسي له وسله والو طالبانو سره د تېلو له درکه هره مياشت ۲،۵ ميليونه ډالره مرسته کوي. د بهرنيو چارو وزارت دغه راپورونه رد کړل.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون