روزګان کي د امنيتي پوستو لپاره تحکيمات جوړيږي

خبريال: اجمل (وصال)

د روزګان د پوليسو تر سلو زياتو امنيتي پوستو لپاره تحکيمات جوړيږي او د څښاک اوبو ته د لاسرسي لپاره ژور څاګان وهل کيږي.

امنيتي مسوولين تر هغه وروسته د پوليسو ستونزو ته د لاسرسي خبر ورکوي، چي موده مخکي د روزګان په روانه جګړه کي د لومړۍ کرښي پوليسو ويلي وه، چي په اساسي ډول د امنيتي پوستو جوړول غواړي او د څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري.

د جګړې په لومړۍ کرښه کي د مېشتو پوليسو د ستونزو د له منځه وړلو لپاره دا ځل روزګان ته د کورنيو چارو وزارت او په کندهار کي د پوليسو د ۴۰۴ ميوند زون پلاوي راغلي او ډاډ ورکوي، چي په لنډ وخت کي به ستونزو ته د حل لار وټاکي.

د کورنيو چارو وزارت څخه د راغلي پلاوي مشر جنرال امين الله ظريف وويل، د روزګان د پوليسو د ستونزو د ليدني او هوارۍ لپاره دغه ولايت ته د کورنيو چارو وزارت لخوا ګډ پلاوي راغلي، چي د تيرو څو ورځو راهيسي په دغه ولايت د ټولو امنيتي کمربندونو څخه يې ليدنه هم ترسره کړې ده. ظريف وايي، د جګړې په لومړۍ کرښو کي د پوليسو تر سلو د زياتو امنيتي پوستو لپاره اساسي تحکيمات او د اوبو لپاره ورته ژور څاګان وهل کيږي.

د روزګان امنيه قومندان مل پاسوال رحمت الله صديقي، ددغه ولايت د پوليسو د ستونزو د هوارۍ په برخه کي د کورنيو چارو وزارت څخه د ګډ پلاوي راتګ ګټور بولي او وايي، د تيرو څو ورځو راهيسي عملاً  د اساسي امنيتي پوستو جوړولو ،د څښاک اوبو ته لاسرسی او په نورو برخو کي لاس په کارسوي دي.

په جګړه د لومړۍ کرښي جنګېدونکي پوليس هم خوښ دي، چي نور يې د اوبو ستونزه هواريږي، د پوستو لپاره ورته تحکيمات جوړيږي او دې ته ورته نوري ستونزو ته يې حل لاره پيدا کوي. دوی يو ځل بيا د وطن او خلکو د ساتني ژمنه تازه کوي.

د روزګان د پوليسو د سته ستونزو د له منځه وړلو لپاره د کورنيو چارو  وزارت پلاوي په داسي حال کي دغه ولايت سفر کوي، چي تر دې وړاندي امنيتي ځواکونو د جګړې پرمهال د مهماتو نه درلودل، خوراکي توکو ته نه لاسرسی او پر وخت د معاشونو نه ورکول يې پر وړاندي لويي ستونزي بللي وې.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...