Tag Archives: افغانستان

د سون توکو سره بېغوري هيواد کي د سوځوني پېښي دېري کړي دي

خبريال: محمد يار مجروح نثار احمد هغه هټيوال دی، چي څو ورځي وړاندي يې دوکان د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کي اور اخيستی وو. دی وايي، دده ټوله شتمني همدغه دوکان وو، چي د کور روزي يې پرې برابروله، خو ددوکان د سوځيدلو وروسته يې اوس اقتصادي حالت ډير خراب سوی دی. هغه له دولته او ملي سوداګرو غواړي، چي ...

Read More »

ننګرهار: خوګياڼو کي د جګړې له امله سلګونو کورنيو خپل کورونه پرې ايښي دي

خبريال: مېلاد (حميدي) د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کي د داعش او طالب وسله والو تر منځ له تېرو شپږو ورځو راهيسي نښتي رواني دي. د مالوماتو له مخي تراوسه له شلو پورته ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او سلګونه کورنۍ د خپلو سيمو پرېښودو ته اړي سوي دي. ولايتي شورا د يوې خبري ناستي پر مهال ويلي، تراوسه ...

Read More »

کابل: وزير اکبر خان کي چاودنه وسوه

د کابل ښار په زړه وزير اکبر خان سيمه کي چاودنه وسوه. امنيتي چارواکو تراوسه ددغي چاودني د نوعيت او هدف په اړه څه نه دي ويلي. تېر ماښام هم د کابل په دشت ارچي سيمه کي د شيعه ګانو په يو جومات کي چاودني ۴۰ کسان ووژل، همدارنګه د غور ولايت په يوه جومات کي هم چاودني ګڼو کسانو ...

Read More »

هلمند: سلګونو اوسېدونکو د مرستيال والي او استيناف څارنوال په ضد لاريون وکړ

خبريال: جواد (داوري) د هلمند په مرکز لښکرګاه کي په سلګونو ځوانانو او قومي مشرانو پر يادو دوو مسئولينو د سپين ږيرو او علماوو د سپکاوي تور پوري کړ. لاريون کوونکو د ولايت دمقام مخ ته خيمه ووهله او د يادو دوو چارواکو د ليري کيدو غوښتنه يې وکړه. بل لوري د هلمند د والي مرستيال وايي، يادو کسانو په ...

Read More »

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست لپاره نوی سرپرست رئيس وټاکل سو

خبريال: سيد داود قادري د اطلاعاتو او کلتور وزارت مشاور چي کندهار ته يې سفر کړی وويل، چي نوی رئيس به د خلکو د مشورو او طرحو په رڼا کي خپل فعاليت ترسره کړي. په ورته وخت کي د ولايتي ادارې چارواکو وويل، ياد رئيس د استعداد پر اساس ټاکل سوی دی او باوري دي، چي د خلګو خدمت به ...

Read More »

کندهار: د يوه تفريحي پارک د جوړېدو چاري پيل سوې

خبريال: سيد حميد (هاشمي) کندهار ښاروال وايي، دغه پارک د ۹۳ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د شپږو مياشتو په جريان جوړيږي، چي د خلکو  لپاره به د تفريح زمينه برابره کړي. پر همدې مهال کندهار والي وايي، ډير ژر به يو شمير نوري پروژې هم د ښار د پراخوالي او بيارغوني لپاره پيل کړي. د کندهار ښار په څلورمه ...

Read More »

د پنجوايي اوسېدونکي: پوهني رياست راسره د مور او ميرې چلند کوي

خبريال: محمد يار مجروح د کندهار د ولايتي شورا مسوولين د ولايتي ادارې په ګډون د پنجوايي ولسوالۍ د عمومي وضيعت څيړلو په موخه ددغي ولسوالۍ له اوسېدونکو سره وکتل. د پنجوايي ولسوالۍ خلګو ولايتي شورا ته شکايت وکړ، چي د پوهني رياست ورسره د مور او ميرې چلند کوي. کندهار ولايتي ادارې او ولايتي شورا د پنجوايي اوسېدونکو ته ...

Read More »

پکتيکا: د خيالي پوليسو د مخنيوي نوي هڅي پيل سوي دي

خبريال: محمد اکرم شهاب پکتيکا هم د هيواد د هغو ولايتونو له ډلي څخه شمېرل کيږي، چي په پوليسو کي د فساد، خيالي پوليسو او د پوليسو د ناسم چلند څخه شکايتونه کېدل. اوس په دغه ولايت کي د پوليسو د اصلاحاتو او فساد د مخنيوي لپاره تازه هڅي پيل سوي دي. د پکتيکا نوي امنيه قوماندان جنرال محمد عظيم ...

Read More »

کابل: بادام باغ کي د کرنيزو محصولاتو نوولسم نندارتون پرانيستل سو

د کرني او مالدارۍ وزارت وياند لطف‌الله راشد وايي، چي په دغه درې ورځني نندارتون کي د افغانستان د ۳۴ ولايتونو کرنيز محصولات او د ښځو لاسي صنايع په څه باندي ۲۴۰ غرفو کي نندارې ته وړاندي سوي دي. راشد وايي، چي په دغه نندارتون کي به افغان کرنيزو محصولاتو ته بازار موندنه وسي او ورسره به د بزګرانو او ...

Read More »

په فراه کي د سوداګريزو جوازونو پروسه برېښنايي سوه

د فراه د سوداګرۍ او صنايعو خوني رئيس حشمت نورزی وايي، تر دې مخکي به افغان سوداګرو د دغه سيسټم د نه‌موجوديت له امله خپل جوازونه له کابل نه اخيستل. نورزی وايي، دغي پروسې د جواز اخيستلو چاري اسانه کړي او سوداګر کولای سي، په ډېر کم وخت کي خپل سوداګريز جوازونه ترلاسه کړي. دده په خبره، د جوازونو د ...

Read More »