د سون توکو سره بېغوري هيواد کي د سوځوني پېښي دېري کړي دي

خبريال: محمد يار مجروح

نثار احمد هغه هټيوال دی، چي څو ورځي وړاندي يې دوکان د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کي اور اخيستی وو.

دی وايي، دده ټوله شتمني همدغه دوکان وو، چي د کور روزي يې پرې برابروله، خو ددوکان د سوځيدلو وروسته يې اوس اقتصادي حالت ډير خراب سوی دی. هغه له دولته او ملي سوداګرو غواړي، چي ورسره مرسته وکړي، ترڅو خپلي کورنۍ ته حلاله نفقه پيداکړي.

په کارو بارو او کورونو کي د برېښنا، تيلو او نورو سون توکو د استعمال سره بيغوري په هېواد کي د سوځوني پېښي ډيري کړي دي. په کندهار کي هم د تيلو، ګاز او نورو سون توکو په مارکيټونو کي له دغه شيانو سره زياته بيغوري کيږي، چي له امله يې ډير وخت په مارکيټونو کي د اور لکوني پيښي را منځ ته کيږي.

نثار احمد په کندهار کي هغه ځوان دی، چي د کور ټوله نفقه ده برابرول، خو د يوې ورځي اور لګيدني د نوموړي د بدن ډيري غړي وسوځول. نوموړی وايي، ټوله شتمني يې د اور خوراک سول او اوس سره له دې، چي کاروبار نه لري شته سرمايه يې هم وسوځيدل.

ښاغلي نثار له همت څخه ډک ځوان دی، خو زياتوي، چي اقتصادي ستونزي يې د پرمختګ مخه نيسي. هغه وايي، ځوان دی او د هيواد د ابادولو هيلي لري، هغه هيلي چي ددې هيواد نژدې هر وګړي يې ارمانجن دی. نثار له پانګوالو غواړي، چي د تداوي لپاره يې ور سره همکاري وکړي، ترڅو د خپلي کورنۍ ستونزي په خپله هواري کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...