پکتيکا: د خيالي پوليسو د مخنيوي نوي هڅي پيل سوي دي

خبريال: محمد اکرم شهاب

پکتيکا هم د هيواد د هغو ولايتونو له ډلي څخه شمېرل کيږي، چي په پوليسو کي د فساد، خيالي پوليسو او د پوليسو د ناسم چلند څخه شکايتونه کېدل.

اوس په دغه ولايت کي د پوليسو د اصلاحاتو او فساد د مخنيوي لپاره تازه هڅي پيل سوي دي. د پکتيکا نوي امنيه قوماندان جنرال محمد عظيم هاشمي د هيواد ټلويزيون سره په خبرو کي وويل، چي د پوليسو د اصلاحاتو ، خيالي پوليسو د مخنيوي او په دې ليکو کي د  خپلسريو د ختمېدو لپاره يې تازه هڅي پيل کړي دي.

نوموړی وايي، چي د نورو اصلاحاتو او پوليسو د ډسپلين ترڅنګ يې يو کمېسيون ګومارلی، ترڅو په مرکز او ټولو ولسواليو کي د خيالي پوليسو پلټنه وکړي او د دې فساد کلکه مخه ونيسي.

د پکتيکا امنيه قوماندان دغه راز وايي، چي پخوا پر لويو لارو کي د لويو او بارلرونکو موټرو څخه ناروا او غيرقانوني پيسې اخيستل کېدې. د هاشمي په وينا چي اوس يې د دې کار مخه نيولې ده.

امنيه قوماندان له ګاونډيوولايتونو سره د پکتيکا تړلې لاره ترکومه چي د پکتيکا حدود دي، په امن کي بولي، خو وايي، چي ستونزه د غزني په اندړو او د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کي ده او د لته د پکتيکا مامورين او خلک وژل کيږي. بل پلو د پکتيکا مدني فعالان د قومانداني دغه نوي هڅي ستايي، خو دوی هيله لري، چي قوماندان د دندي تر پايه زورواکو او د مافيا ډلي ته تسليم نه سي.

دا په داسي حال کي ده، چي په پکتيکا کي د پوليسو د فساد ترڅنګ د ملي او په ځانګړي ډول محلي پوليسو د ناسم چلند او خپلسريو څخه ډېر شکايتونه کيږي. خلک هيله لري، چي نوی قوماندان او چارواکي ددې ستونزي کلکه مخه ونيسي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...