په فراه کي د سوداګريزو جوازونو پروسه برېښنايي سوه

د فراه د سوداګرۍ او صنايعو خوني رئيس حشمت نورزی وايي، تر دې مخکي به افغان سوداګرو د دغه سيسټم د نه‌موجوديت له امله خپل جوازونه له کابل نه اخيستل.

نورزی وايي، دغي پروسې د جواز اخيستلو چاري اسانه کړي او سوداګر کولای سي، په ډېر کم وخت کي خپل سوداګريز جوازونه ترلاسه کړي. دده په خبره، د جوازونو د ورکړي په چارو کي اسانتيا به خلک پانګوني او سوداګرۍ ته ډېر لېواله او په ياد ولايت کي به د عوايدو له لوړېدو سره هم مرسته وکړي.

x

دا هم وګورئ

په کندهار کي شلو تنو حيواني ډاکټرانو ته د مصنوعي القاح روزنه او وسایل ورکړل سوه

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د کرهڼي ریاست له خوا د USAID اې وي سي ...