سوريه: د داعش تر کنټرول لاندي سيمو باندي سختي حملې سوي دي

د اسلامي دولت ډلي يا داعش تر کنټرول لاندي سيمي په سوريه کي د امريکا له ملاتړه برخمن ځواکونو او د سوريې رژيم تر سختو حملو لاندي ونيولې، چي په نتيجه کي يې څه باندي لس زره سړي، ښځي او ماشومان له دې سيمو وتښتېدل.

ددوی ترمنځ د داعش ډلي زيات شمېر جنګيالي، چي دقيق ارقام‌يې نه‎دي معلوم هم موجود وو. دوی ټول د سوريې شمال غربي ښار ادليب ته وتښتېدل. ادليب د القاعده شبکې د يوې ملاتړي ډلي د شام د ازادۍ کمېټې تر کنټرول لاندي دی.

د سوريې فعالان چي د نوم له اخيستلو ډډه کوي وايي، د داعش يا اسلامي دولت ډلي جنګيالي او د شام د ازادۍ ډله چي د القاعده شبکې د ترورېستي فعاليتونو يو ائتلاف بلل کيږي، څلور کاله مخکي په لومړي وار سره پر رهبرۍ مخالفت وکړ. دوی جلا سول، حال دا چي دواړي ډلي په خپل منځ کي د يو بل ملاتړي وې.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...